غزل - داغزو له ویرې



غزل

د اغزو له ويرې ګل ته نژدی نه تلم

ګل شووچ ،اغزي دي پاتې  ، بهار تيرشو

بلبل خپل ارمان پوره کړ د ګل څنګ ته

خيرکه خاریی د سينې تر پرهار تيرشو

دا خوره چې بيا هرلور ته خوشبويي شوه

ړنګ ويجاړکلي کوڅوکې مې يار تيرشو

په ټټرکې مې د ګلو بڼ زرغون شو

چې نظرمې ستاپه شونډو،رخسارتيرشو

اوس به خود زه د هرچا د سترګو خار يم

چې مې وخت د دبدبې او اختيار تيرشو

د  رندانو له بنډاره مې دا  زده کړل

دوزخي دی چې يې ژوند بې خمارتيرشو

چې پردې دونيا له ښکلو نه بیزار وي

په جنت کې هم د حورو ترې وار تيرشو

ما د مينې په هرخوند دې ځان موړکړی

خيرکه اوس شومه بوډا ،زما وار تيرشو

چې هرپل او هر يو ګام يی خاطرې دي

(منتظرمسيد)نن بيا په غه لار تيرشو

پيښورـ لره پښتونخوا
19/4/2006