اسمان نه رانړیږي



لیکوال : عصمت قانع
۳۵کاله کیږي، چې د وسلو او ټوپکو نافرمانه او بدفرجامه لنډه غر د وطن د امن او وقار پرضد په جګړه کې او د ملي استقرار په بې باد کاروبار اخته دي .
 مجاهدینو هم ملي تاسیسات ړنګول، د دې پر ځای چې د نجات په روحیه  د وطن د شتمنیو او پانګو د ساتلو حس ولري، پلونه، سړکونه، مکتبونه ،عام المنفعه تاسیسات او ملي مواسسات یې د تره کي، امین، نجیب او ببرک ملکیتونه ګڼل، چې په مقابل کې یې ملت او مملکت داوړو د سلهاوو ملیاردو ډالرو تاوان ولید .
د ژوند د زرغونو کروندو جوله یې د مرګي په سپېرو هدیرو بدله شوه، د عزت،وقار،ناموس اوشرف مدرسه یې د جګړې بداخلاقومخاشیواو دژوند د ناتمامه بدرنګیو په تابلو او انځور باندي بدله کړه .
په ټول جهاد کې داسي څوک پیدا نه شو ،چې ووايې موږ غواړو، چې افغانستان حاصل کړو، تر څو د ژوند د حفاظت لپاره نظام او اصول وضع کړو .
هیڅوک پیدا نه شول، چې ووایې، موږ تاسیسات، سړکونه ،کلینیکونه او ملي بنیادونه د وطن د مومن او مسلمان انسان لپاره د خدماتو د وړاندي  کولو د ذریعې او وسیلې په توګه د ملي چو پړ د اډانې او بنسټ په څېر د احترام او درنښت وړ وبولو.
د ملاریا دتبې په تشخیص پسې به پېښور ته روان وو،خو د خپل کور ترڅنګ به یې د ملا د تداوي لابراتوار په بم الوزاوه .
د پاکستان له کروندو را ټول شوي غنم به یې د مرستې په نامه غوښتل خو پر خپلو کروندو به یې د سیندونواو کاریزونو د اوبو بندونه نړول، تر څو خدای ورته په هغه جهان کې جنت ورکړي .
د ژوند د هرښکلي خال پرضد به يې د نفرت لوڅ تېغ په وینو سور کړی وواو بیا به یې د الله اکبر چیغه هم وهله .
په دې نه وو خبر چې د اکبر ذات د ښکلا په تخلیق کې د مردار خورو مکروبونو په توګه کار کوي رول لوبوي او د خدای د ښکلي تخلیق د بدرنګۍ په ګناه اخته دي .
پرون د سنبلې اتلسمه وه،پرون کابل یو ځل بیا د خدای پاک د تخلیق پر رنګونو باندي د بدرنګو میکروبونو د هجوم ورځ وه .
پر واټونو،جادو،سړکونو او ډګرونو د بدرنګیو تور لوغړن او کرغېړن جګړه ماران ونڅېدل .
هیڅوک هم پیدا نه شول، چې د ژوند د دښمنانو او د الله اکبر د دروغجنو تکبیرګویانو له خولې څخه د جګړې او فتنې په نامه ډوډۍ و تروړي ا ود الله اکبر د چیغې ارزښت ته درنښت وکړي .
الله اکبر هغه شعارکړي، چې د اکبر ذات د تخلیق شوي مخلوق د ښکلا او حیا د محافظت او خوندیتوب معنی ترې را وباسي.
د افغانستان د دېرش میلیوني ټولنې په ورستو او خوسا شویو پرهرونو کې د ټوپک او پاټک د میکروبونو شمیر تر زرهاوو زیات نه دی .
دغه میکروبونه دي چې د طالب جان ړانده جنګ ته د مشروعیت توجیه ورکوي . همدغه میکروبونه دي ، چې د افغانستان  دخلکو د معشیت په رګونو کې دفساد تبه شیبره او لړزانده وساتي .
همدغه میکروبونه دي، چې د ژوند د بدرنګیو په بیه د ژوند د ښکلا ګانو د لوټلو بازار ګرم ساتي .
یوه کیسه به درته وکړم، زما مربي او روزونکي پسرلي صاحب به راته ویل چې قانع ګله ، جهالت د فساد مورده ،هرځای چې فساد زیږي هلته به جهالت خپل ټغرغوړولی وي .د فساد لپاره جهالت د اکسیجن کار ورکوي
په همداسي یوه سیمه کې ،چې جهالت خپلې وزرې غوړولي دي ، یوه سړي د ازدواج وس نه درلود او په فرېب او چل سره به یې خپل جنسي خواهشات له هلکانو څخه پوره کول .
یوه ورځ ېې کوم غرني ځوان ته د بنګو اوبه ورکړې وې او له هغه څخه یې دځان ساتلو ځواک دنېشې د بې هوشۍ په رسۍ باندي تړلی وو، کله چې ځوان په هوش راغی پوه شو، چې جنسي تېری پرې شوی دی، دسختې مایوسۍ په حالت کې یې شنه اسمان ته پاس وکتل او بیا یې په فریاد لړلي اواز کې وویل.
اخ شنکیه !اخ اسمانه ته لانه رانړېږې؟!دلته پر نرو مړو تجاوز کیږي.
خو تجاوز کوونکي ګنهکار پرې ورغږ کړو،چې ځه ځه اسمان چې ستا پر دوې ګوتې څغۍ ولاړ وي دا اوس دي را ونړیږي .
زه وایم که اسمان پر لنډه غرو ولاړ وي راودي نړیږي .
که ثبات د ټوپکیانو د لاس اله وي دا ثبات دي هم ورک شي .
aکه د افغانستان د سرنوشت لومې دټوپکو اوټوپک لرونکو په لاس کې وي نودا لومي دي هم ِغوڅې شي .
خو د نړۍ دعاطفه لرونکو دیکتاتورانو هغه حس دي را ژوندی شي چې یاتخت یاتخته
یا دیرش زره ټوپکیان او یا هم دیرش میلیونه ملت .
یا دټول ملت د نوامیسو په دفاع کې یو غوڅ ملي دریځ او یاهم د ټوپکیانو هیلو ته دتسلیم او تابیعت تور داغ ته تن ورکول .
مدني حرکت ونه شوکړای، چې جنګي لنډه غر په سوړه ومنډي، کنه د دې وطن ټول مدني شعورد جنګ سالارانو پر ضد ودرېد او دهغوی پر ضد یې رایه ورکړه. اوس وخت را رسیدلی، چې باید لنډه غر د خپل لوپر سرنوشت بد فرجام وګوري .
اسمان نه رانړیږي اسمان د لنډه غرو پر پکولونو نه دی ولاړ.