دابه کيږي



دابه کيږي

دتيارې لمن ټوليږي
کډه باريې روانيږي
دشفق لمنې سرې شوې
وايي لمر راڅرګنديږي
په زړه ناست لکه خپسه
تور تمونه به ورکيږي
داسپيرې دښتې ډاګونه
نورله خوبه به پاڅيږي
داغوټی چې نن دي مړاوې
شي به ګل دا به غوړيږي
دجرس غږمې ترغوږ شو
قافلې اوس را رسيږي
ستر ټبرد لوی افغان به
نن سبا سره يوکيږي
اباسين غاړه غاړۍ به
کابل سيند سره بهيږي
خيبرهسکه به وړي غاړه
هندوکوش نه به ځاريږي
(منتظر)به وي نيکمرغه
لر او برکې به ګرځيږي 
په احمد به زيری کاندې
چې ارمان دې پوره کيږي
وران ټاتوبی دې ودان شو
شمله جګه دې رپيږي
غفارخان روح به ارام وي
کارنامې به يې ياديږي
ملنګ جان به هم لحدکې
وي هوسانه به ځوريږي
خدايږو زړه مې راته وايي
دابه کيږي دابه کيږي

پيښور- شمالي پښتونخوا
4/5/2008