د فیبرویډ (رسولۍ) او تخمدانۍ د دانو درملنه

ژباړه:زیاتره وخت ، په تخمدانۍ کې د دانو او په رحم کې د فیبرویډ (fibroid) یا رسولۍ، د راپیدا کیدو او وده کولو علامات او سمپټومونه ډیر لږ وي . په عمومي توګه، دړد، باد او یا هم د وینې بهیدنه ور سره مله وي . دغه دواړه غیر سرطاني تومورونه یا دانې، ډیرې عام دي او کابو 75 سلنه ښځینه پرې اخته کیږي .
د فیبرویډ کچه او شمیر توپیر لري، ځینې لوی وي او ځینې بیا وړوکې. د تخم دانۍ دانې هم کیدای شي بیلابیلې کچې او شمیر ولري، چې تر ټولو پیچلی یې (Poly-cystic Ovarian Syndrome) دی.
فیبرویډ او د تخمدانۍ دانه، کولای شو چې، د سکښت او موقعیت له مخې سره بیل کړو. د تخمدانۍ دانې د مایع نه ډکې وي، پداسې حال کې چې، رسولۍ یا فیبرویډ بیا کلک نسجونه دي .
د تخمدانۍ د دانو نښې یا علایم
·         په حفره لګن کې تیز دړد
·         پر تخمدانۍ باندې زور یا فشار
د فیبرویډ یا رسولۍ علایم او نښې
·         په خیټ کې د معدې لاندې یا د ملا په لاندینۍ برخه کې دړد
·         قبضیت
·         په رحم کې دړد
·         وینه بهیدنه
·         پر مثانه / ریکټوم باندې فشار
هغه کورني درمل چې دلته یې موږ وړاندې کوو، که څه هم ډیر ساده او د جوړولو لپاره یې یوازې دوو عنصرو ته اړتیا ده، خو د ګڼ شمیر روغتیايي ستونځود حل لپاره ډیر ګټور دي. په ځانګړې توګه د تخمدانۍ د دانو او رحم د فیبرویډ لپاره .
ددې درملو ترټولو مهم جز یا عنصر ابرون کبیر (House-leek) دی، چې پخوا په روم او یونان کې ډیر کرل کیده، خو اوس په نورو ځایونو کې هم کرل کیږي. دغه بوټی زیاتره د ونو او بوټو په شا اوخوا کې کرل کیږي، ترڅو هغه د حشرونه د ژوغوري.

دغه بوټی د ګڼ شمیر روغتیايي موادو لرونکی دی او د فیبرویډ په تداوۍ کې ځانګړې ګټه لري.
مواد:
300 ګرامه د ابرون کبیر پاڼې
500 ګرامه شات

د جوړولو طریقه :

لومړی د ابرون کبیر پاڼې ومږئ او بیا شات ور زیات کړی. د دوو یا دریو ورځو لپاره یې پریږدئ چې مواد یې په بشپړه توګه ګډ او جذب شي.

د کارولو طریقه :

دغه درمل د سهار له خوا په شامه یا وږې خیټه وخورئ. تر دوو راتلونکو ساعتونو لپاره کوم څه مه خورئ.
برسیره پردې، دغه درمل د هاضمې سیسټم منظموي او بدن د زهرجنو موادو نه پاکوي.