دا لوشن به په اوو ورځو کې ستاسو د مخ تور داغونه ورک کړي

ژباړه :
که تورداغونه او دانې د بدن په پټو ځایونو کې وي، نو پروا یې نه وي، ځکه چې څوک یې  نه ويني. خو که هغه دبدن په داسې ځایونو باندې وي چې، جوت وي او ښکاري، نو هرومرو د انسان د تشویش لامل ګرځي.د مخ څرمن ډیره پسته او حساسه وي، نو موږ باید د کمیاوي پوډرو او مخ سپینونکو یا بلیچ څخه ګټه وانخلو.
دلته موږ تاسو ته ډیراغیزمن طبعي درمل- د بوټیونه جوړشوی لوشن -  دپیژنوچې، د بدن ،په ځانګړې توګه دمخ ،تور داغونه به موسپین کړي، ټپونه به لیرې اوڅرمن به مو پاکه پیجوه کړي. هغه هم یوازې په اوو ورځو کې.
د اړتیا وړ توکي:
·         تازه د لیمو جوس
·         تازه پیاز
·         الوی ویرا جیل
لومړی په سابون سره خپل مخ پریمینځئ، چې د مخ د څرمنې غوړوالی او ګرد مو پاک شي. بیا په یوه پیاله کې، د تازه پیازو یوه د چایو څمڅه جوس وباسئ او  د یوې ډوډۍ خوړلو څمڅې لیمو جوس سره یې یوځای کړئ . ښه یې ګډوډ کړئ او دغه مخلوط د مخ پر څرمن ولګوئ.  هغه به ژر وچیږي، نو ځکه خو، د لسو دقیقو لپاره یې ، پرهغه ځای چې داغونه دي پرې، بار بار ومږئ.  وروسته له هغې خپل مخ په تمڼو اوبو پاک پریمینځئ او وچ یې کړئ.
          خبره لا ختمه نده، اوس نو، یوه د چایو څمڅه د الوی ویراجیل را واخلئ او یوه د چایو څمڅه د لیمو جوس ور زیات کړئ . ښه یې سره ګډوډ کړئ او د مخ پر تورو داغونو یې ومږئ ، بیا یې د لسو دقیقو لپاره پریږدئ. وروسته له هغې مخ په تمڼو اوبو پریمینځئ او وچ یې کړئ .
اووه ورځ دې درملنې ته دوام ورکړئ. وروسته له اوو ورځو به نتیجه پخپلو سترګو ووینئ.