دمینې لیوني


دمینې لیوني
ښکيل يوپه جنګ کې دخزان وخت دبهاريادوو
زوږدګوليوکې بلبل ،نغمې چغاريادوو
ديارپه غيږه کې پرته اوښکې لیموکې ساتو
شپه دوصال کې دبیلتون غم،انتظاریادوو
دغم په غولي یولوی شوي خوښي څه پیژنو
ښکاري ګل هم راته اغزی،په نوم یې خاریادوو
ماریوچیچلي اوس له پړي نه هم ویره کوو
رویبار چې ووینو په زړونو کې اغیاریادوو
لو داغزو کړو خو ریبو ورسره خپلې ګوتې
څښودځان وینې،خوپه غم غیر ګرفتاریادوو
دوی موله کلي نه شړي موږدملک کره ځو
ورک په تیاروکې یوخوبل ته سمه لاریادوو
نوردي روان لوردمنزل ته موږغفلت کې ویده
خپل یو ناتوانه ځکه ځواک دنیکه پلاریادوو
دیارکوڅه کې تګ راتګ داغیارنشوذغمی
ګریوان ته لاس وراچوو،پرسریې واریادوو
مينه کړوموږدليونو،ټوکې،ټګی مونه زده
لکه منصورپر سرددارهم نوم دياریادوو
ساحل دژوندته رسیدل دمرګ کشتۍکې غواړو
په سرو سکروټو ور روان یو کردیګاریادوو
اوس خوښه ستاده چې غرورکه ناپوهي  بولې دا
ښکلي پاریس نه ښکلی خړپړننګرهاریادوو
خیر(منتظره !)کله کله عشق کې داسې هم وي
یارمودې نه یادوي ،موږبه یې هرباریادوو
2009/04/04
پیښور