غزل


غزل

جانان مې دی شوخ شوی، هم نازونه لږشوخ شوي
د ســـــترګو اشارو کې یې ستو نه لږ خوش شوي

په سپینه شوخه زنه یې شین خال دشوخۍ ایښی
داځکه خو زما هم غــــــــــــــــــزلونه لږ شوخ شوي

دیارکوڅې ته تلم په غـــلا، رڼا مې مخ ته خنډ شوه
سپوږمۍ ده شوخه شوې، اسمانونه لږ شوخ شوي

ساحل ته دوصال شــــم ورنژدې بیرته مې یوسي
توفان د هـــجرشوخ ،هم یې موجونه لږ شوخ شوي

بې واکه له خولې وزي،هرې څــړیکې سره کریژه
پرهار، پرهار ګوګل کې مې، داغونه لږ شــوخ شوي

اوس بس په دیدن نکړي،د سروشونډو شربت غواړي
شوخ شوی(منـتظر) هم خواهـشونه لږ شوخ شوي

جلال اباد
02/01/2014