موسم


هرخواخوشبوشوه دګلاب دې موسم
څومره سرسبزه او شاداب دې موسم

چې وچ خزان شي بیادرځم خلوت ته
سړيه! اوس خو د شراب دې موسم

اسمان غوريږي تندرونه غورزي
زماوجودکې ډیرخراب دې موسم

زاهده! ژوند کې لږ بدلون راوله
تاسره هروخت دمحراب دې موسم

شیطان افغان بچي ته ورکړو ټوپک
اوس يې قلم او د کتاب دې موسم

سعوده تکوسروشرابوسره
په کړائي کې د کباب دې موسم