پرېمیږده زاهده!

لومړنۍ ټولګې نه

!!! پرېمیږده زاهده!

پريميږده زاهده چې لږ خوند له ژوندون واخـــلمه
مســــــت شم په مستيو نن،بدله له پرون واخلمه

بيا يوځل خنجـــرسورد غليم دزړه په وينو کــړم
غـچ ترې د ټپي،ټپي بدن د پښتون واخـــــــلمه

ميــنه کې دياردومــــــره نادودې په ځان وګالم
نوم دليونتوب چې عشــق کې زه له مجنون واخلمه

ګډپـه بڼ دګلوشم ،نغمې دبلبـــل واورمــــه
کينم دغوټۍ څنګ ته دشــعرترې مضمون واخلمه

پريوزمه ديارپــــه غيږکې،ډوب دعشق په بحرشم
جام يې په ډاډه زړه ، د سـرو شونډو ګلګون واخلمه

وکــــــړم تداوي مې پرې دخـــوږ زړه د ټپونولږ
ډک يوڅــوجـــامونـه له ساقي زه مديون واخلمه

ستــــادونيايورنــــگه ده زمـــاپکې بندېږي سا
ځمه درندانوخــواته ،گوندې سکون واخلمه

وزم دصحـــراپــــه لور، دغروڅوکوتـــه خېژمه
لږخــــــبرله بادبه دشپېلۍ او دشپون واخــــلمه

تيره چې ځواني کړمــــه بې وسه اوبوډاشـــــمه
بيا به لاس له عيشه ،له مســــــتۍ اوجنون واخـلمه

پرېبه وزم درګاه کې د خـــــداى زرتوبې به وباسم
خاورې ښــــکلوم به دجنت بـه لټون واخــــلمه

25/02/2005
کندهار
dahlia garden pink yellow