کله کله


کله کله
کله کله داغـــمونه دومره زورشي

خدایږوزړه مې ددنیا له ژونده تورشي

هریو ور راباندې بندشي لاره ورکه
سوزوي مې راته ځمکه سورتنورشي
له اسمانه ، له برخلیکه ګیلمن شم
وران ،ویجاړ د ژوندانه رانه انځورشي

ډیرمایوس شم پرهیچامې ویسانشي
بس رایاده خدای بخښلې راته مورشي

چې په ځار، قربان به یې هرغم رانه هیرکړ
جنتونه دې نصیب،لاردې یې نورشي

چې ریبي تنکۍ غوټۍ ،نازک ګلونه
دلورګري ګوتې پرې ،مات دې یې لورشي
چې تنکۍ هیلې ،امید، ارمان څوک وژني
دستم کاخ دې یې ړنګ، وران ، رانسکورشي

پښه څپلۍ سره خطا یې بوله،خواردی
چې په کوردننه ورور ورته تربورشي
چې بچیان زمادچم یې یتیمان کړل
زماپه شان دې یې درد،غم میلمه په کورشي
انتظاربه ورته کړم ناست(منتظر) یم
ګوندې توروتیاروشانه جوت نورشي

15/6/2011
جلال اباد

flowers pictures 03 hd pictures