غزل


غزل
یاره نن بیــــــا دې در ، ته راغلی یمه

پرهار، پرهــــــار، په زړه داغلی یمه

خیر که ګریوان ،ريښـې، ريښې مې ګورې
زه د پرون هاغـــــــــه ښاغلی یمه

رقیب مې ګـــرځي په چم کې جګه غاړه
تا چې نظـــــــر نه زه غورځولی یمه

کلی او ښار، صـــــحرا، نړۍ کې نه وې
پاس دې په لټه اســــــمان ته تلی یمه

سوی ارمان یم، ترلیـــــــمو وښویدم
څیرې ګـــــریوان ته ور رغړیدلی یمه

لکه دللمې ګل ، دیوه څـــــاڅکي تږی
دیوه څـــــــرک یې دیدن نتلی یمه

زه ( متنـــظر ) ښه ، اظهار دمینې نکړم
نرخ مې ســــــاتلی، ښار نه وتلی یمه

جلال
23/01/2014