د افغان او پاکستاني طالبانو د جګړې له وېرې د نازیانو د ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي تښتېدلي


د ننګرهار ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو ترمنځ له نښتو او تاوتریخوالي وروسته د دې ولسوالۍ اکثره اوسېدونکي مجبوره شوي چې نورو سیمو ته پناه یوسي.
راپورونه وايي چې په نازیانو ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او لشکر اسلام د ډلو ترمنځ ترینګلتیا اوج ته رسېدلې او دواړه خواوو یو بل ته سنګرونه نیولي او لاس په ماشه ناست دي.
د نازیانو قومي مشران وايي چې په دې ولسوالۍ کې طالبانو او لشکر اسلام وسله والې ډلې، چې مشري يې منګل باغ کوي، سنګرونه نیولي دي.
د دوی په وینا شاوخوا یو نیم زر کورنۍ مجبوره شوي چې مارکو او شاوخوا سیمو او ډاګونو ته کډه شي.
د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې د نازیانو ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې، یوه خوا د افغان طالبانو او بله خوا د منګل باغ ډله ده. منګل باغ د پاکستاني طالبانو د یوې ډلې مشر دی چې په وروستیو کې ننګرهار ته رالېږدېدلی او د دغه ولایت د حالاتو په خرابولو کې یې لویه برخه اخیستې ده.
که څه هم مخکې د دواړو خواوو ترمنځ په محدوده پیمانه نښتې شوي خو تر اوسه دواړه خواوو له یو بل سره پراخه جګړه نه ده کړې.
خو خلک پوهېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه حتمي او نژدې ده ځکه له وېرې مارکو او نورو ډاګونو ته کډه شوي دي.
کډه شوي خلک په داسي حال کې چې نه خواړه لري او نه سرپناه له سختو ستونزو سره مخامخ دي او حکومت هم ورسره مرسته نه ده کړې.