زه په
داسی اسمان څه کړم ' چاترې لمردې شوکولې
چاترې ستوري شوکولي ' اوقمر دې شوکولې
زموږکلي کې یو مړې ' دیوغر په خوا کې پروت وو
څوک يې نه پيژاني خدایه ' چاترې سردې شوکولې
د محل دعویدارانو ' ماجونګړې حال خو واورې
جاترې بام دې شوکولې ' چاترې ور دې شوکولې
د باباوطن به ولې ' بدرنګ نه ښکاري عالمه
چاترې کوټه ګلستان او ' پښاور دې شوکولې
دا افغان اولس سعوده ' دهغۀ بابااولاد دې
چاچې دې تنګو درو کې ' سکندر دې شوکولې

سعود بنګښ