نن به د ټولو رايو لومړنۍ پايلې اعلان شي



ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو کمیسیون نن /شنبه/ د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو ابتدايي پایلې اعلان کړي.
د انتخاباتو کمیسیون تر دې مخکې په درو پړاوونو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو پایلې اعلان کړي دي. دې کمیسیون لومړی ځل د۱۰ فیصدو، بیا د پنځوس او وروستی ځل د څه باندې ۸۲ فیصدو رایو پایلې اعلان کړې.

تر اوسه پوري د کمیسیون له لوري په پاکو او ناپاکو پایلو کې عبدالله عبدالله مخکښ ښودل شوی دی خو ګومان کېږي چې د نن ورځې پایلې به هم له تېرو هغو سره زیات توپير ونه لري او دا به ثابته کړي چې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یو رایې نه لري او انتخابات دوهم پړاو ته تلونکي دي.

سر له اوسه د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د دوهم پړاو یا دوهم ځلي انتخاباتو په باب خبرې کېږي او دا موضوع هم د پام وړ ده چې۶ ناکام کاندیدان، چې شاوخوا په سلو کې ۲۰ رایې یې ګټلي دي، د چا ملاتړ کوي.

دواړو مخکښو کاندیدانو له بېلابېلو کاندیدانو سره تماسونه نیولي دي خو ظاهراً تراوسه پوري کوم کاندید د مخکښ کاندید (اشرف غني احمدزي یا عبدالله عبدالله) ملاتړ اعلان کړی نه دی.

په همدې منځ کې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون وايي چې خورا زیاته درغلي شوې او ممکن د درغلیو تصفیه د ټاکنو پر نتیجو اغېز ولري.