دپلارنیکه لاره! ؟

لیکوال : زیب منتظرمسید
         یوچاراته کیسه کوله چې یو ملګری یې وو، دملګري پلاربه یې ډیر زیات سګرټ څکول، تردې چې دهمدغو سګرټو له لاسه و مړ. یو وخت ګوري چې ملګری یې هم د خپل پلار په څیر یا کیدای شي ترهغه هم زیات سګرټ څکوي- یو یې لا مړ کړي نه وي چې بل ولګوي- نو ده دې خپل ملګري ته د نصیحت په توګه وویل چې :
- ګوره پلانکیه، ستا پلار خو همدې سګرټو وواژه، نو ته ولې دومره ډیر سګرټ څکوې، دغه سګرټ به دې د خپل خدای بخښلي پلار په شان، دمرګ لامل شي... راځه دخدای لپاره دا پریږده!
وايي چې ملګري یې په ځواب کې ورته وویل چې:
- ګوره ساده سړیه ، زه پښتون یم او هغه خو پښتون ندی چې د خپل پلار او نیکه  په لاره لاړشي، ان که پدې لاره کې ژوند هم له لاسه ورکړي .
ایا د خپل پلار اونیکه د لارې پیروي همدا مانا لري، چې که هغه ستا په تاوان هم وي، که هغه ستا دتباهۍ لامل هم ګرځي، که هغه په ناسمه لاره هم روان وي،خو ته باید ورنه پیروي وکړې!؟
ایا دا سمه خبره ده چې  په یوویشتمه پیړۍ کې هم چې د نړۍ نور ولسونه د پرمختګ لوړو پوړیو ته رسیدلې دي، ځانته یې هوساژوند او سمسور هیوادونه جوړکړيدي او لا خو هڅه کوي چې تردې هم وړاندې لاړه شي، موږ دې د خپلې جونګړې او خپلې خیرنې کږدۍ په ژوند ویاړ وکړو او ساینس اوټکنالوژۍ ته دې ورشا کړو!؟
اوس خوښه ستا ده چې غرور که ناپوهي بولې دا
ښار دپاریس نه ښـــکلی خړ پړ ننګرهار یادوو
   
موږ پکرکوو چې یوازې موږ پلار اونیکه لرو، یوازې موږ دخپل پلار اونیکه درناوی کوو، دانوره نړۍ او دنړۍ نور ولسونو خو نه نیکه درلود او نه هم پلار. موږ پکرکوو چې یوازې موږ دود، دستور او رواجونه لرو، دانوره نړۍ خو هسې توکلي د نامعلوم منزل په لوري روانه ده .موږ یو چې په حجروکې راغونډیږو، دنورو ولسونو خو دوه کسان په یوه ځای نه سره راغونډیږي.        زه دامنم چې موږ لویې جرګې درلودې چې سترې ستونزې یې اوارولې، ستر احمدشاه بابا هم همدغې جرګې زموږ د واکمن په توګه غوره کړی وو، چې زموږ ویاړلی افغانستان ورنه موږ ته په نیکات پاتې دی، خو د نړۍ نورو ولسونو، چې نن ورځ خپلې ستونزې د قانون په چوکاټ کې اواروي، هم یو وخت ( ډیر پخوا ) ورته بنسټونه درلودل، لکن د وخت په تیریدو او دحالاتو دغوښتنې له کبله یې، هغه دتاریخ په بڼه، شاته پریښودل او دځان لپاره یې نوې لارې چارې وسنجولې. 
     
تاسو وګورئ، دتیرو څه دپاسه درې لسیزو په اوږدو کې، زموږ په هیواد کې ګڼ شمیر لويې، مشورتي، بیړنۍ ... جرګې جوړې شوې ـ  خدای بخښلي داود خان ځانته جرګې رابللې، تره کي ځانته، امین ځانته ، کارمل ځانته ، ډاکټرصیب نجیب الله ځانته او اوسني حکومت ځانته. خو ددغو جرګو نه یوې هم د افغان ولس د ستونزو په حلولو کې هغه رول ونه شو لوبولی چې باید لوبولی یې وای. هرواکمن دغه جرګې دخپلو موخو د خوندي ساتلو لپاره، د یوې وسیلې په توګه کارولې دي .
    
همدارنګه ، زموږ لیکوالان، زموږ مشران،زموږ هغه کسان چې ټولنه ورنه د معقول تفکراو تعاقل تمه لري، په حجرو پسې اوښکې تویوي ـ  پخوابه زموږ خلک په حجروکې سره راغونډیدل، خپلې ستونزې به یې سره شریکولې، ماشومانو به د لویانو خبرې اوریدې او له هغو نه به یې یو څه زده کول او....ـ خو زموږ دغې ډلې کسانو کله هم له ځانه پوښتنه ونکړه چې ولې پخوا حجرې وې او اوس یې ورو ورو کډه په باریدو ده ؟
په پخوا زمانو کې چې نه خو راډیو وه ، نه ټلویژیون وو، نه هم انټرنیټ او نورې دټولنیزو رسنیو وسیلې او استانیاوې او نه خو هم دژوندمصروفیتونه او بوختیاوي په هغه کچه وې چې نن دي، نو وګړي به دخپل وخت د تیرولو لپاره، د یو بل د حال نه د خبریدو لپاره، دیوبل سره د مشورو او خوالې لپاره، په حجرو کې یا جوماتونو کې سره راغونډیل. خو نړۍ پر یوه ځای نده ولاړه ، هغه وړاندې ځي، دوګړو ټولنه مجبوره ده چې دنویو رامخې ته شویو امکاناتو او اړتیاوو  سره ځان عیارکړي،دژوند نوې لارې چارې ولټوي او خپلې کړي، ترڅو دهغو سره په ټکرکې له منځه لاړه نشي. که هر څوک پخپل پخواني او لرغوني تاریخ ، دود او دستور پورې کلک ونښلي، نو نړۍ به یا خو ځای پرځای ولاړه وي او یاخو به یې هم وړاندې تګ ډیر ټکنی او سوکه وي. موږ هم باید وړاندې وګورو، نوي رامخې ته شوي امکانات او اړتیاوې په نظرکې ونیسو او دهغو د خپلو هڅه وکړو. 
       
موږ لا نن هم ددې پرځای چې دنورې نړۍ د ولسونو په شان، خپلې ستونزې د قانوني لارو، د خبرو اتر و له لارې، د  میز تر شا، اوارې کړو، لګیا یودهغو مالکانو او سپینږو په لمنه کې د ستونزو  حل لټوو چې کالونه کالونه یې زموږ پر سر سوداوې کړیدي، دخپل واک او اغیزدساتلو لپاره یې،موږ پخپلو کې په شخړو او تربګنۍ کې ساتلي یو... همدغه په اصطلاح زموږ مخور کسان ، زموږ ملکان او زموږ سپینږي وو او دي چې دخپلو ګټوپه خاطر یې ، دهرواکمن د واک د ټینګښتلپاره هلې ځلې کړیدي. هرکله چې ولس دظالم حاکم په وړاندې ، دخپل حق لپاره غږ راپورته کړی دی، نو واکمنوهمدغو مخورو کسانوته  څو پیسې  او امتیازات ورکړي دي او هغوی بیا پخپل وارسره ، د ولس پرخوله لاس ایښی دی او د نااهلو او ظالمو واکمنانو واکمني یې پرموږ تپلې ده. د تیرو څه دپاسه دیرشو کالونو په ترڅ کې به دچا نه و ي په یاد یا به یې نه ولیدلي چې دغو مخور کسانو دې، په هیواد کې د روانې خونړۍ جګړې او غمیزې د پایته رسولو په خاطر، ګام پورته کړی وي او ددې غمیزې د ښکیلو خواوو ترمنځ دې یې ګوښ یا منځګړيتوب کړی وي، یا دې یې هم له چا پوښتلي وي چې ولې خپل ولس وژني او خپل کور ور انوي؟
 
موږ خپل (نن) د خپل (پرون) نه قربان کړیدی، (سبا ) به بیا  د (نن) نه قربانوو. راځئ چې د (پرون ) څخه پهلاسته راغلیو تجربو، تیروتنو او لاسته راوړنو نه په عبرت او پند اخیستو سره ، نن د (نن) غم وخورو، پر (نن) خواري وکړو، د (نن) د سمون او وړاندې تګ لپاره هڅې وکړو ،ترڅو د (سبا) لور ته د تګ لپاره یو پوخ او غښتلی پل لرو او دنور وګړو او انسانانو سره په یوه لیکه کې خپل مزل ته دوام ورکړی شو.
نو راځئ چې نور نو په ماضي کې دژوند کولو نه تیر شو او دنورې پرمختللې نړۍ د پرمختللو او هوسا ولسونو غوندې،د نن ورځې او سبا لپاره هلې ځلې وکړو،  دهغوی د تجربونه په ګټه اخیستلو سره ، دنویو لارو په کارولو سره ، خپلې ستونزې اوارې کړو او خپل هیواد او ولس هوسا او سمسور کړو.