دراتلونکو انتخاباتو وړاندوینه :


انتخابات دویم پړاو ته یوړل شول. عبدالله عبدالله به د اشرف غني احمدزی سره دسیالۍ ډګرته وزی.
خو لکه څنګه چې موږ پوهیږو،همداسې او ترموږ لا ښه ښاغلی عبدالله عبدالله هم پدې پوهیږي، چې په لومړی پړاو کې خو یې په یوه نه یوه ډول یا... ترټولو ډیرې رایې یووړی( یا ورکړی شوې) ، خو په دویم پړاو کې به و نشي کولای چې سیالي وګاټي،نو زما په اند، عبدالله او دهغه پلویان به :
ـ لومړی، هڅه وکړي چې حالات ګډو ډ کړی ترڅو د دویم پړاو انتخابات ترسره نشي.
ـ دویم، پدې پلمه چې دده د رایو سره په لومړي پړاو کې عادلانه چلند ندی شوی، نو د دویم پړاو د سیالۍ نه به لاس په سرشی او بایکاټ به وکړي( لکه د تیرپه شان).