د لومړنیو پایلو د اعلان په وړاندې د ښاغلیو عبدالله او غني د ټیمونو عکس العمل


د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوو مخکښو کاندیدانو ویندویانو د ولسمشرۍ د ابتدايي پایلو په وړاندې متفاوت غبرګونونه ښکاره کړل.
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ویندوی فاضل سانچارکي د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اړه وویل چې دا نتیجې ابهامونه لري او یو شمېر پوښتنې یې رامنځته کړي دي.
ده وویل:«د کمیسیون د مشر په وینا لا د ۴۴۴ مرکزونو رایې نه دي شمېرل شوي او نتیجې یې سیستم ته نه دي داخل شوي او هغه مرکزونه چې رایې یې باطلې شوي دي، دقیقاً نه دي څرګندې شوي چې چیري دي او ولي باطل شوي دي.»
سانچارکي وویل که د دوی قناعت حاصل شي ټیم یې حاضر دی چې دوهم پړاو انتخاباتو ته لاړ شي. ده په عین حال کې وویل چې که ابهامونه حل نه شي حاضر نه دی چې دوهم پړاو انتخاباتو ته لاړ شي.
خو د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم استازي عباس نویان د ابتدايي نتیجو د اعلان په وړاندې په خپل غبرګون کې وویل:« سره له دې چې له دې اعلانه داسي ښکاري چې انتخابات دوهم پړاو ته ځي خو لا هم نهايي پایلې پاتې دي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید څېړنې او پرېکړه وکړي، موږ شکایتونه او سندونه ورسپارلي، نورو به هم دا کار کړی وي. که هغوی شکایتونه وڅېړي اعلان شوې فیصدۍ به تغییر وکړي خو غالباً به انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي.»
اشرف غني احمدزي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د ابتدايي پایلو پر اساس یو دېرش نیم فیصده رایې ګټلي، له عبدالله عبدالله وروسته دوهم کاندید دی. له ده وروسته په ترتیب زلمی رسول، عبدالرب رسول سیاف، قطب الدین هلال، دواود سلطانزوی او هدایت امین ارسلا دي.
د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم غړي ښاغلي نویان وویل که انتخابات دوهم پړاو ته لاړل، دوی پوره تیار دي چې له قانون سره سم په دوهم پړاو انتخاباتو کې ګډون وکړي.