غزل
بیا ناسته وه ائين ته پکې ځان يې جوړولو
سړيه!تپوس مه کوه طوفان يې جوړولو
په ځان نه پوهيدمه لویه خدایه حق حیران وم
یوسؤر کافر لګیه وو مسلمان يې جوړولو
په خشي بیابان کې یو سپين ږيرې فقيرناست وو
د مړۀ انګار ايرو ناشاجهان يې جوړولو
نازکی نازنينی په واړو واړو سلګو کې
زماده تارپه تارڅيری ګريوان يې جوړولو
سعود راغونډولؤ د فولادو واړه غرونه
یو نر د ابدالي غوندې افغان يې جوړولو
سعود بنګښ
سړيه!تپوس مه کوه طوفان يې جوړولو
په ځان نه پوهيدمه لویه خدایه حق حیران وم
یوسؤر کافر لګیه وو مسلمان يې جوړولو
په خشي بیابان کې یو سپين ږيرې فقيرناست وو
د مړۀ انګار ايرو ناشاجهان يې جوړولو
نازکی نازنينی په واړو واړو سلګو کې
زماده تارپه تارڅيری ګريوان يې جوړولو
سعود راغونډولؤ د فولادو واړه غرونه
یو نر د ابدالي غوندې افغان يې جوړولو
سعود بنګښ