ځمکه
که راته راکړي جنتونو ځمکه
وربه پرې نه کړمه دغرونوځمکه
څرنګ شوه ډکه د بارود په انګار
دنښترونوچنارونو ځمکه
دګلو کر ځاې پکې پاتی نه شو
ډکه شوه ټوله د مائینونوځمکه
لویه ده لویه ' دحرم نه ډیره
عشقه د ستا د قدمونو ځمکه
ځيګره وګوره دستاپه وينو
خړوبوم د غزلونو ځمکه
سعوده ګرانه ده مثال نه لرم
ده په کمرو کې د خونو ځمکه
وربه پرې نه کړمه دغرونوځمکه
څرنګ شوه ډکه د بارود په انګار
دنښترونوچنارونو ځمکه
دګلو کر ځاې پکې پاتی نه شو
ډکه شوه ټوله د مائینونوځمکه
لویه ده لویه ' دحرم نه ډیره
عشقه د ستا د قدمونو ځمکه
ځيګره وګوره دستاپه وينو
خړوبوم د غزلونو ځمکه
سعوده ګرانه ده مثال نه لرم
ده په کمرو کې د خونو ځمکه
سعود بنګش