دغبرګولي په ۱۸ به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دویم ځلي انتخابات وشي


د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو ابتدايي پایلې اعلان کړې.د ښاغلیو عبدالله او اشرف غني رایې ډېرې نژدې دي.
له پایلو څرګنده شوه چې هیڅ کاندید پنځوس فیصده جمع یوه رایه نه ده ترلاسه کړې چې د ولسمشر کېدو لپاره شرط ده. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس یوسف نورستاني وویل چې د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ دوه ځلي انتخابات به د جوزا په ۱۸ مه چې د مې له ۱۳ سره بربرېږي، وشي.
د انتخاباتو د کمیسیون مشر د ابتدايي رایو د اعلانولو په مهال وویل چې عبدالله عبدالله په سلو کې (44/9) ، ارف غني احمدزي په سلو کې(۳۱/۵)، زلمي رسول په سلو کې (۱۱/۵)، عبدالرب رسول سیاف (۷/۱) ، قطب الدین هلال ۲ اعشاریه ۷ فیصده، ګل اغا شېرزی ۱ اعشاریه ۶ فیصده، داوود سلطانزوي صفر اعشاریه ۵ فیصده، او هدایت امین ارسلا صفر اعشاریه ۲ فیصده رایې ګټلي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رييس وویل چې د انتخاباتو په ورځ له ۲۰۵۶۱ محلونو څخه ۱۹۴۳۱ محلونه پرانستي وو، په ۵۴۷ محلونو کې هیڅ رایه استعمال نه شوه، په ۸۱۰ مرکزونو کې رایې له سره وشمېرل شوې، ۴۷ مرکزونه بند وو، په ۴۴۴ محلونو کې مشکلات موجود وو چې پکار ده د انتخاباتو خپلواک کمیسیون پرې ۲ ورځې نور کار وکړي او بیا یې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته ارجاع کړي.
ښاغلي نورستاني همداراز وویل چې ۶ ملیونه او ۸۹۲۸۱۶ تنو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی
نورستاني وویل چې غالباً انتخابات دوهم پړاو ته ځي خو وروستۍ پرېکړه به هغه وخت وشي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون لانجمنې رایې وڅېړي.