نیک وګړي :

نیک وګړي :

چای
درخصتی ورځ وه ، داډې فارم خواته لاړو. انډيوالانومودلږکیناستي اودمې کولوفیصله وکړه . خدای شته  زماچای ته ډیرزړه شوی وو.کله چې کیناستونوسمدلاسه یواوه یااته کلن هلک راغی اوويې پوښتل  :
-  دڅه خوړلو یاڅښلونیت موشته ؟.
ماویل - وروکيه که غواړې چې دعادرته وکړو نولږغوندې ښه، هغه دپاکستانیانوخبره ، کړک چای راوړه .
 خوماشوم وويل چې دوی دچایوبندوبست نلري ، دلته یوازې دخوراک لپاره سوپ اوشورنخودیاهم چپس مپس ملاويږي .
          -ګوره ورورکيه ! ،ماورته وویل - ته خووګوره ، کیدای شي څه درک یې ولګوې .
ماشوم لاړخوډیرژربیرته راغی اوخپله خبره یې دبخښنې په لهجه ، بیاتکرارکړه چې دچای بندوبست دلته نشته .
ـ ته خولږغوندې پکروکړه ،کیدای شي چې څه چاره ومومې .
ماشوم یوه شیبه غلی غوندې شو، داسې ښکاریده چې پکرکوي . بیایې وویل :
- کاکا ! که ډيرزړه موورته شوی وي ، نوله کوره به درته چای راوړم .
 ماپکروکړچې کیدای شي ماشوم پکرکړی وي چې ،»راځه له کوربه چای ورته راوړم اولدې لارې به یوڅوپیسې وګټم.«  نوهغه ووچې ماشوم ته مې وويل .
-  ورورکیه دابه ډیرښه کاروکړې ، خوپیسې به یې څومره شي ؟
 ماشوم په معصومه لهجه وويل،
-  کاکا! پیسې نه غواړم ، هسې مفت یې درته راوړم .
- نه ورورکيه - ماورته وویل : داخوسوال نه پیداکيږي ، پيسې خوبه اخلې ، خوداراته ووايه چې څومره درکړم ؟  
 - کاکا،تاسومیلمانه یاست. زه چای تاسوته هسې راوړم . دتاسو ورته ډیرزړه شوې دی اوستړي شوي یاست – ماشوم ځواب راکړ.
 خدای شته ماډیرټینګاروکړچې نوموړی پیسې ورواخلي ، خوهغه انکارکاوه .
- ښه ده ، ته ورشه چای راوړه بيابه سره غږيږو- په ځواب کې مې ورته وویل .
ماشوم دکورپه لورروان شواوموږانډیوالانوپه خپل منځ کې پرهغه باندې تبصرې پیل کړې . دانډیوالانوله منځه به چاويل چې ،» یاره پکرنه کوم چې ماشوم دې چای  راوړي ، ښه به داوي چې پيپسې راوغواړو.«چابه بیاويل ،» داچای مولکه چې په قسمت نه دي لیکلي .«  بل به بیا ويل چې،» نه ماشوم دخپلې پايدې لپاره هم چای راوړي ، اوس خويې پيسې وانه خیستې خو هغه پوهیږي چې چای یې راوړل نوموږ ورته هرومرو پيسې ورکوو
لنډه داچې موږپيپسې راوغوښته اودچای نه موزړه صبرکړ.
         موږپه خبروکې لګیاوو، داسې شل یاپنځويشت منټه به تیرشوي وي، چې یوه انډیوال موغږکړ:
- هغه دی ماشوم خوراغی، چاينک يې هم په لاس کې دی .
ماچې وروکتل رښتیاهم ماشوم پداسې حال کې چې په یوه لاس کې یې دچايوچاینک او بل لاس کې  زړه ،لاکن پاکه پرینځل شوې بوراداني اودرې ګلاسونه اخستي وو، زموږخواته راروان وو.
         دی رانژدې شو،ماورته په ډیره خوشاله اومهربانه لهجه  هرکلی ووايه :
- راځه ، هغه دکرزي خبره »الله دې راوله
ماشوم راغی اودچایوچاینک اوبوراداني یې زموږمخې ته پرځمکه کیښودل . ګلاسونه یې موږته راوغزول . موږټول ډیرخوشاله شوي وو:لومړی خوداچې چای ته موډیرزړه شوی وو،بله داچې ډاډمونه درلود چې ماشوم به  په رښتیاګو چای راوړي . پکرموکاوه چې ماشوم وو،خبره یې وکړه اولاړ.
        زموږانډیوالانو د نوموړي نه د مننې په اداکولو سره ، هریوه پخپل وارسره ماشوم ته دپیسو د ورکولوهڅه کوله ، خوماشوم له پیسونه انکارکوه او ويل به يې چې داچای یې د پيسو لپاره ندي راوړي . زموږله ډلې یوه انډیوال تر ډیرکش اوګیرنه وروسته ماشوم دیته مجبورکړچې پیسې واخلي .
      ددې معصوم ماشوم دې کړوزه هک پک کړم . زماپه مغزوکې دپښتنودمیلمه پالنې نکلونه راژوندي شول اودماشوم دغه کړنه زماهم دخوښۍ لامل شوه اوهم دخپګان . دخوښۍ پدې چې له نیکه مرغه اوس هم  لا په پښتنوکې داسې کسان شته چې دمیلمه پالنې هغه دوديز احساس پکې ژوندی پاتې دی اودخپګان لامل مې دا وو چې ، داسې کسان ډيرلږدي .
      زه حیران دیته وم چې دې ماشوم به کورته په ورتګ سره خپلې مورکۍ یاهم پلارته څه ويلي وي چې داچای چاته  ور وړي اوولې يې ور وړي ؟! . داخود پوهیدو وړخبره وه چې دې ماشوم چې په هغه ځای کې دڅو روپو لپاره ټوله ورځ د غرفې واله سره مزدوري کوله ، نود بې وزلۍ اوغریبۍ نه يې داکارکاوه اودغه چای او بورا دده اودده د کورنۍ لپاره کیدای شي چې ډیر ارزښت درلوده اود هغو د پيداکولو لپاره نوموړي ټوله ورځ خواري کوله . خوده هغه زموږلپاره ، زموږ د خوشالۍ لپاره له زړه تیرکړي وو. ماته دا په زړه پورې وه چې دماشوم مورکۍ یا پلاربه يې دخپل زوی ددې کړنې په وړاندې څه غبرګون ښودلی  وي؟! خوڅرګنده خبره ده چې ، ددې ماشوم مورکۍ اوپلاربه هم هرومرو ،خپل زوی ته  ورته لوړانساني اوپښتني احساسات لرل اوماشوم چې موږته دچای راوړلو بلنه راکوله ، نو دخپلې مورکۍ اوپلارپه احساساتو اوجذباتو يې ډاډ درلود او پوهیده چې موراوپلار يې پدې کارخوشالیږي. رښتیایې ویلي  دي چې : نیک موراوپلار،نیک اولادونه روزي .

3/2/2011
جلال اباد
زیب منتظرمسید