په راتلونکو څو ورځو کې به د انتخاباتو پاکې قسمې پایلې اعلان شي

Election

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون یوې سرچینې تاند ته وویل چې په راتلونکو دوو یا درو ورځو کې به د ولسمشرۍ د یوې لویې فیصدۍ غیررسمي ابتدايي پایلې اعلان کړي.
دې سرچینې، چې نه یې غوشتل نوم یې واخیستل شي، همداراز وویل چې دا پایله د هغو رایو ده چې ناپاکې ورڅخه تصفیه شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د لس فیصدو رایو پایلې اعلان کړې خو د کمیسیون پر اعلان اکثرو کاندیدانو په دې خاطر نیوکه وکړه چې په هغو کې پاکې او ناپاکې رایې شاملې وې.
 له اشرف غني او عبدالله پرته د نورو شپږو کاندیدانو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید لومړی جعلي رایې تصفیه کړې وای او بیا یې د انتخاباتو د ۱۰ فیصدو رایو پایله اعلان کړې وه.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرچینې وايي چې نه یوازې د نورو رایو پایلې به تر چڼلو مخکې نه اعلانوي بلکې د رایو په بله قسمي نتیجه کې به د هغو رایو پایله له څېړلو وروسته په نوې نتیجه کې شامله کړي چې د یکشنبې په ورځ یې اعلان کړې وه او پراساس یې عبدالله عبدالله مخکښ و.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د ۵۰۰ محلونو د درغلۍ په اړه یې غور پیل کړی او ژر به په ۴۰۰ نورو محلونو هم کار پیل کړي.
د انتخاباتو د چارواکو په وینا د درغلیو تورونه د کاندیدانو د استازو، خبریالانو او د مدني ټولنې د استازو په مخکې څېړل کېږي څو هیڅ کاندید ته د پلمې او اعتراض ځای پاتې نه شي.
د انتخاباتو کمیسیون وایي، د هغو محلونو د پایلو پاڼې به باطلې اعلان کړي چې ټاپه شوي نه وي او د محل مشر او څارونکو نه وي لاسلیک کړي.
د انتخاباتو د کمیسیون مسوولانو د سې شنبې په ورځ هغه څلور سوه حفاظتي کڅوړې څارونکو، رسنیو او د نوماندانو استازو ته وښودې چې په غیر معیاري ډول کمیسیون ته لیږل شوي دي.
د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا مشر ضیاالحق امرخیل وایي، د هغو محلونو رایې به له سره وشمیرل شي چې په صندوق کې یې له شپږ سوه شپږو څخه زیاتې پاڼې وي او که درغلۍ په کې ثابته شوه نو د ټول محل رایې به باطلې اعلان کړي.
کمیسیون دغه راز د هغه محل رایې باطلوي چې د انتخاباتو په ترڅ کې جوړ شوی وي. همداراز د هغه محل رایې د کمیسیون لپاره د منلو نه دي چې شپږ سوه رایې د دوو کاندیدانو ترمنځ برابرې وېشل شوې وي.
دغه راز د هغه محل رایې به لغوه کېږي چې بې نظمي پکې شوې وي او یا د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي پکې وهل شوي وي. او بالاخره د هغو محلونو رایې باطلې دي چې ساتندویې کڅوړې ونه لري.
چارواکو د ننګرهار، هرات، کندهار او پکتیا د یو شمیر مرکزونو د نتیجو پاڼې وارزولې چې ګڼې یې د څیړلو وړ او یو شمیر یې د جدي نیمګړتیاو او درغلیو له کبله باطلې اعلان کړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسون چارواکي وایي، تر اوسه ورته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په رسمي ډول د ټاکنو په اړه د شویو درغلیو شکایتونه او اسناد نه دي سپارلي .