د دفاع وزارت د عملیاتو دپیلولو په اړوند د طالبانو لخوا اعلان بې ارزښته وباله

دپنجشنبې یا زیارت په ورځ طالبانو اعلان وکړ چې په راتلونکې اوونۍ کې د خیبرپه نوم پسرلني عملیات پیل کوي. خو دافغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهراعظمي د طالبانو دغو عملیاتو ته ارزښت ورکړ او ویې ویل چې،« طالبان هرکال خپلو بریدونو یو نوم ږدي او هغه کومې پایلې ته ندي رسیدلي».

اعظیمي زیاته کړه،« ترټولو لومړی دلیل یې دا دی چې په افغانستان کې انتخابات په بری سره تر سره شول او ګڼ شمیر خلکو پکې ونډه واخیسته، دا طالبانو ته دافغانانو د نه ځواب وو. طالبان اعلان کړی ووچې په هربیه چې وي، دوی به انتخابات ګډوډ کړی، لاکن ویې نه شوکړای چې دا ددوی لپاره لویه ماته ده . دویم دلیل یې، د خالدبن ولید په نوم د عملیاتو ناکامي ده، چې هغه باید جبران کړي، دریم دلیل یې،تاسوته به په یاد وی چې،طالبان هرکال اعلامیې خپروي،خو دکال په ورستیاڼ کې یې د خپلې اعلامیې یوه سله بریالیتوب هم نه وي ترلاسه کړی. موږ د طالبانو لخوا دعملیاتو اعلان، دخپلو ماتیو د جبرانولو لپاره دطالبانو تبلیغات ګڼو».

د دفاع وزارت ویندوی جنرال عظیمي همداراز وویل چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس نه یوازې د خپلو دښمنانو د هر ډول حرکاتو د ناکامولو توان لري بلکې دا وړتیا هم لري چې دښمن وځپي او د خپلو پلانونو اجرا کولو ته یې پرېنږدي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي چې د خیبر په نوم په پسرلنیو عملیاتو کې به، چې له راتلونکې اوونۍ څخه به پیل شي، د افغانستان د حکومت پر ملکي او پوځي هدفونو به ځانوژونکي او همداراز نفوذي بریدونه وکړي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې د سړک د غاړې بمي بریدونو ته اشاره نه ده کړې چې د ملګروملتو د راپورونو پر اساس په افغانستان کې تر ټولو د زیاتو ملکیانو ژوند اخلي.

د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم څه باندې ۸۵ فیصده افغان ملکیان د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د ماینونو او بمي بریدونو په نتیجه کې وژل کېږي.

د دفاع وزارت وايي، په داسي حال کې چې له انتخاباتو وړاندې د عقاب په نوم عملیات دوام لري، ټاکل شوې ده چې دچنګاښ له میاشتې څخه د فتح په نوم د دولت د وسله والو مخالفانو د تصیفیه کولو لپاره نور عملیات پیل شي چې د مني تر ورستیاڼه دوام وکړي.