دکیف د میدان اعتراض کوونکي د مخدره موادو په نشه کې ووـ ویکتور ایوانوف

 
دروسیې د فیډرالي د مخدره موادو د کنټرول دادارې مشر ویکتور ایوانوف وايي: دهغو مظاهره چیانو په منځ کې چې دکیف د (میدان) په ډګر کې داعتراض لپاره راغونډ شوي وو، ځینې یې مخدره مواد استعمال کړي وو.  
دی زیاتوی: « موږ ته داسې مالومات په لاس راغلي دی چې، په میدان کې ګڼ شمیر کسانو مخدره مواد کارولي وواو په رواني لحاظ په غیرنورمال حالت کې وو. »
نومو
ړي زیاته کړه :« دده سره داسې شواهد نشته چې وښيي دغه مخدره مواد دوی ته دامریکې د متحده ایالاتو له لوري برابر کړی شوي وو». 
 د ایتارتاس د خبرې اژانس له مخې، څو ورځې دمخه د «روسیسکایا ګازیته» نومې ورځپاڼې یو خبریال دغه موضوع دیوې لیکنې په ترڅ کې راپورته کړې وه چې پکې ویل شوي وو:  دمیدان د جنګیالو دجنګي احساساتو د راپارولو لپاره به هغوی ته «جنګی» مخدره مواد ورکول کیدل.  
د چارپوهانو په وینا، د ورته مخدره مواد داستعمال نه نیم ساعت وروسته، انسان فوق العاده فعال کیږي، په حقیقت کې هغه په یوه بې رحمه ځناور بدلیږي او کولای شي چې ګڼ شمیرکسان ووژني.
ایتارتاس زیاتوي چې: دمیدان په پیښو کې د مخدره مواد دکارولو په اړه تردې دمخه هم خبر ورکړی شوی وو. داپریل په میاشت کې د فیډرالیزم پلویانو ځینې جنګیالي نیولې وو،کومو چې وروسته اعتراف کړی وو چې د کیف د پيښو په لړ کې د غیرقانوني موادو استعمالولو ته اړ ایستل شوي وو.