روحاني: خلک پریږدی چې پخپله دجنت لاره غوره کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په یوه غونډه کې وویل، خلک پرېږدئ چې په خپله د جنت لاره غوره کړي.
روحاني، چې د ایران په ملايي رژیم کې منځلاری عالم بلل کېږي، د خلکو په شخصي چارو کې د حکومت د ځینو عناصرو پر مداخلو نیوکه وکړه، ویې ویل:«د خلکو په کارونو کې دومره کار مه لرئ، حتي که د زړه سوي په خاطر هم وي؛ راځئ چې خلک پرېږدو د خپل جنت لاره په خپله غوره کړي، په زور او شلاقو خلک څوک جنت ته نه شي بېولی.»
تر افغان طالبانو څو لسیزې پخوا د ایران واکمنانو پر خلکو هغسي اعمال په زور اجرا کول چې د دوی ته اسلامي او شرعي ښکارېدل خو د ایران واکمنانو د وخت په تېرېدو په ځان کې زیات بدلونونه راوستل مګر لا هم ځیني سخت دریځي د خلکو له ورځینو کارونو او دودونو سره سروکار لري، په زوره یې مجبوروي چې هغسي واوسي چې دوی یې غواړي.