ای وخته - غزل



ای وخته جفاکاره ، بیا نخری کوی په مونږ
ریشخند و
ھی په مونږ،ته مسخری کوی په مونږ

راوړي دی بیا مونږته ، کومه بله ډرامه ده
سرکس دی بل څه ندي، ننداری کوی په مونږ

اسری مو د خوښۍ وي،د خفګان په لور مو بوځی
اړتیا دی وخته څه ده چی اسری کوی مونږ

تاویږو را تاویږو ، ستړي بیا مبداته راشو
فایده دی پکی څه ده چی دوری کوی په مونږ

ای وخته د تورتم په جیلخانه کی دی بندیان یو
وتلوته مو نه پریږدی ، پیری کوی په مونږ
 
الحاج ال
ھام الدین قیام
والدورف/جرمنی

۱۴/۰۵/۲۰۱۴