غرسره دغره ټکر- غزل


غرۀ سره د غرۀ ټکر
خوند کړي جنګ،د نر او نر
ځان چې خپل ،په بل ساتي
ها به ټينګ کړي،څه سنګر
زمکه بيا هم زمکه ده
بر وي تل،تر ټولو بر
مه راوړئ، ډېوا مخ ته
لمر کړي، هرکلۍ د لمر
ما خو سور دوزخ غنده
شېخ کړم په دې،سور کافر
ګرانه ښکاري ،دا ياري
زۀ روژه او ته اختر
خوښه مې د يار خپله
زړۀ غواړي که،غواړي سر
ځان به کړي(مئين)ترې ځار
را ئې وړ که، چا خبر

پېښور
٣١/٠٥/٢٠١٤