ځه صنمه


ځه صنمه چې بيليږې رب دې مل شه
جهنم درته جنت اغزي دې ګل شه
زړه دې خپل دې چې هرچاته يې ورسپارې
سره بيلې شوې نورزمااودستالارې
سوال منت نور درته نکړم چې معطل شه
ځه صنمه چې بيليږې رب دې مل شه
اې زړګيه ګرم وې خپل اوس ګيله مه کړه
غم اودړد لره  اوس پراخه دې سینه کړه
تاته چاويل ګډدمينې په دلدل شه
ځه صنمه چې بيليږې رب دې مل شه
کاڼی غټ دې په زړه کيږده نوریې هیرکړه
ځان عادت کړه پاتې ژوندبې ياره تيرکړه
(منتظره) نورله عشق مينې  تسل شه
ځه صنمه چې بيليږې رب دې مل شه