بیا یې د سرو شونډو پیزوان پورته کړ

بیا يې د سرو شونډو پيزوان پورته کړو
بیا يې د سر شال تورابان پورته کړو
بیا د کندهارسترګې راډکې شوې
بیا يې پیښاور کې توپان پورته کړو
اور کې د بابا غرونو بیا وژاړل
سترګو يې د قهر باران پورته کړو
غرونو کې پراته وا یو ايرې شپیلۍ
باد ورنه یو سوړ یاقربان پورته کړو
تـــاخو د خالونو لپې ډکې کرې
تــاخو څومره ښکلی سامان پورته کړو
مـاسعود د اوښکو سمندر یوړو
مـاسوې پټکې د افغان پورته کړو

 سعود بنګښ
 (۸ اپریل ۲۰۰۹)