په جنوبي وزیرستان کې سجنا دطالبانو دامیر د دندې نه ګوښه کړی شو




په جنوبي وزیرستان کې دطالبانو امیرخان سيد چې په سجنا شهرت لري، له دندې ګوښه کړی شویدی.  د حکیم الله مسید د ډلې د ویاند داوو مسید له خولې، دغه پریکړه د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر فضل الله کړیده چې دوی ورنه ملاتړ کوي.
دی زیاتوي چې ، د جنوبي وزیرستان د امیر دنده ددغه تحریک مرستیال شیخ خالد حقاني او دشمالي وزیرستان دامیر دنده عمران خراساني ته سپارل شویدي.
دیادوونې وړ ده چې، څه موده مخکې د طالبانو  وژل شوي مشر حکیم الله مسید ته د ژمن قومندان شهریار مسید او د خان سید  سجنا د ډلو  ترمنځ د شوال په سیمه کې نښتې روانې وې چې په نتیجه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .