د بریښنایي تختو لارې



ځینې امریکایي علاقمندان د (Solar Roadways ) یا لمریزو لارو پر پروجټ او منسوبه باندې کوي. دوی غواړي د لارو او څړکونو دپوښلو لپاره سره نښتې داسې لمریزي تختې جوړې کي چې بیټرۍ او دډیر وزن ذغم به هم ولري. دوی وايي چې دغه تختې به ترسلو ټنو پورې وزن وکولای شي چې وذغمي . دغه لمریزي تختې به په څړکونو، دموټرونو په تم ځایونو، کوڅو، دماشومانو لپاره میدانونو ،دبایسکل د لارو او هرې هغې سطحې دپوښلو لپاره چې لمر پرې لګیږي، کارول کیږی. 

  پد
ې ډول، کیدای شی چې ددغو تختو په وسیله د جوړیدونکې بريښنا او انرژۍ نه دهغو کورونو،  ودانیو د اړتیاوړ بریښنا دبرابرولو لپاره کارواخستل شي،چې دلارو په شااوخواکې پرتې وي. همدارنګه،دغسې لارې به خپل رونوالي له مخې د موټرچلونکوسره هم مرسته کوي او برسیره پردې به د ژمي په موسم کې دڅړک دتودولو او دکنګل او وارورې د ویلې کیدو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کیدای شي. بله ګټه به یې دا وی چې، هغه کسان به چې پربریښناچلیدونکي موټر لري، کولای شي چې دلارې په اوږدو کې پرته لدې چې نژدې پروت بریښنایې سټیشن ولټوي، ورته ودریږي او خپل وخت ضایع کړي، خپل موټرونه چارج کړي. د دغو تختو لاندې به د ښارکانالیزسیون او کیبلونه غزول کیږي.