راځی چې سوچ پرې وکړو دا ملامته څوک دی؟


راځی چې سوچ پرې وکړو
داملامته څوک دی ؟!
داچې موکورويجاړدی
وردروازه نلري
په نغري کې مواورنه بليږي
خړې لوخړې ،مړه  لوګي ترې خيژې
دمایوسۍ سلګۍ ،ګریزونه کوي
په غم لړلي اسويلي ترې خيژي
سکروټې مړې دي  تش ايرې پاتې دي
ترخې ترخې څوخاطرې پاتې دي
راځي لږسوچ پرې وکړو
داملامته څوک دی !؟
چیرته چې تندرلويږي
ګوزاریې زموږپه کوروي
چيرته چې ټکه پريوزې
مخ یې زموږپه لوروي
راځي لږسوچ پرې وکړ و
داداسې ولې کيږي !؟
ولې هرديواوښامار
موږته غاښونه ښايي
ولې داهرزورو
خپل زورپرموږازمايي
راځی لږسوچ پرې وکړو!
داملامته څوک دی !؟
منم دښمن به لرو
سوګندخوړلی دښمن
تل تباهي موغواړي
مکارناولی دښمن
دهمدردۍ په نامه
کورورانول موغواړي
دپلارنيکه دقوت
کمزورول موغواړي
خوراشی سوچ پرې وکړو
چې ملامته څوک دی !؟
ده توپ ، ټوپک  راکړلو
خوډزترې موږکولو
هم مو پرې سيال وواژه
هم مو پرې مل  وژلو
رایې کړبم په لاس کې  
موږه  روغتون ته کيښود
پلونه مو والوزول
هم مو پوهنتون ته کيښود
دښمن کلدارې راکړې
موپرې وسلې واخيستې
خپلې جونګړې ته مو
پرې تورې شپې واخيستې
ده  ویيل هرڅه وران کړی ء
ماڼۍ، بنګلې پرينږدیء
توره تياره خوره کړیء
بلې ډيوې پرينږدیء
چې پرې زرغون دې کلی
ويالې،چينې پرينږدیء
ده راته يوښودلو  
 موږورله لس ويجاړکړل
صرفه پرهيڅ مو نه کړه
چې مو  وو،وس ويجاړکړل
راځي لږسوچ پرې وکړو
اوس ملامته څوک !؟
په خوله وطن مو ويل
خوورله بیخ مو ایسته
ولس ولس مو باله
ترسریې میخ مو ايسته
وحدت ،وحدت مو ويل  
رقص مرده مو کاته
دلوټ تالان لپاره
انسان مو سپی وساته
نارې سورې دازادۍ مو جوړې
لګیادکورخپل مو سوداکوله
هريوه به ځانته خپله لارایستله  
چاپه جوته چاپه غلاکوله
چاپه روبلونوخرڅ کړ
چاریال ، درهم اخسيتل
چادکلداروشمارکړ
ډالریې هم اخیستل
یوورورمو هم لګیاوو
هم مو بل ورورخرڅاوه  
چاورکاوه  په نغدو
چابیاپه پورخرڅاوه
یوه په رضاخرڅاوه
بل به په زورخرڅاوه
یوه دنيکه موڅلی  
بل دپلارګورخرڅاوه
يوه نغری په لاس کې
بل به  تنورخرڅاوه
صرفه پرې یوه هم نکړه
چې یې ووزورخرڅاوه
یوه دماماپه نامه
وږي خرسان راوستل
بل دميلمه په نامه
وحشي لیوان روستل
چادکوتروپه نوم
ټپوس کارغان راوستل
خپلې فايدې لپاره
داړه ماران راوستل
 اوس راځی  سوچ پرې وکړو
چې ملامته څوک دی !؟
نن چې مو کورويجاړدی
پکې خوښي ورکه ده
هرڅه تک تورتياره دي
نور،رڼايې  ورکه  ده
زه خوچې سوچ پرکوم
چې ملامته څوک دی ؟!
نو!
دښمن ضروربه ګرم وي
خوموږترې  کم نه یو
هسې به ځان غولوو
که وايوګرم نه يو
ګرم ،ملامته خپل يو
ځان سمول به غواړي
خپل سوچ ،شعوراوپکر
لږبدلول به غواړي
څوبه کړوطمه دبل
خپل هوډ،تکل به غواړي
هراختلاف ،تربګني
نورهيرول به غواړي
خپل کورپه خپلومټو
ودانول به غواړي
(منتظر) تاته ګويا
هم مې خپل ځان ته وايم
هم نارينه اوښځې
بوډاهم ځوان ته وايم
په لراوبرکې ميشته
هريوافغان ته وايم
راځی ګامونه واخلو
يونوی يون به پیل کړو
دورورولۍ اومينې
نوی ژوندون به پيل کړو
چې نور،رڼاترې خیژي
داسې مضمون به پيل کړو
دنيکمرغۍ لپاره
هڅې، لټون به پيل کړو
لمڅون دبل به نه اورو
دځان سمون به پيل کړو

۲۰/۳ /۲۰۱۰
پيښور