Spike S-512 مافوق صوت الوتکه چې دریڅې به نلري

  تیرکال د(Spike Aerospace) کمپنۍ دسپرلۍ دبزنس کلاس دیوې داسې الوتکې دجوړولو خبرورکړی وو چې، سرعت به یې په یوه ګړۍ کې شااوخوا یوزراو نهه سوه کیلومتره ته رسیږي. سره لدې چې دغه سرعت د کارنکورډ الوتکې په پرتله لږ دی، خو په شتو الوتکو کې به ترټولو د لوړ سرعت الوتکه وي.
 

 دفرورۍ په میاشتې کې ښکاره شوه چې دالوتکې سالون به یې د مایع کریسټال په وسیله پوښل شوی وی.دا کار دومره د ښکلا لپاره نه دی شوی لکه څومره چې د اړتیا لپاره، ځکه چې دریڅې د الوتکې وزن زیاتوي او د الوتکې د بدنې مقاومت کښته بیایي. له بله پلوه، ددریڅو نشتون به الوتکې د بدنې ډیزاین اسانه کړي او دسرعت د زیاتیدا لامل به شي. دمګړۍ دیزاین کونکي د الوتکې پر سالون باندې کارکوي ترڅو ښکلی او سپرلۍ ته په زړه پورې وي. 
   S-512 الوتکه ډیره لویه نده او یوازې د اتلسو کسانو ځای لري. دالوتکې جوړونکو ،دهغې لومړنۍ ازمایښتي الوتنه د ۲۰۱۸ کال د ډسمبرپه میاشت کې اټکل کړیده. دالوتکې بیه به څه دپاسه ایتا میلیونه ډالره وي.  
  روڼ ګهیځ