په چین کې کابو یو ټن سره زر غلاشویدي



 
چینایي سوداګر چژاو څینڅزیون چې له افریکا نه چین ته د سرو زرو لیږول یې په غاړه درلودل، د ۹۹۸ ګرامه سرو زرو د سلو یاخښتو چې ټوله بیه یې اته دیرش میلونه ډالره کیږي،د غلاکیدو خبر ورکړی.   

دسرو زرو وروستی بار چې څورلس صندقونه وه او د ګانا نه هانکنګ ته لیږدول کیده ، داپریل په میاشت کې چین ته رسیدلې وو او له همغه وخته په ځانګړې زیرمتون کې ساتل کیده. دسرو زرو د غلا کیدو پته دجون دمیاشتې په پیل کې  هغه وخت ولګیده، کله چې یې غوښتل دغه سره زر پر سوداګر خرڅ کړي. سوداګر ته د سرو زرو دتسلیمولو په مهال، کله چې یې صندقونه پرانیستل، ویې لیدل چې د هغه دسرو زرو نه،بلکې د اوسپنې نه ډک دي.  دچینایي پولیسو په وینا، سره زر چین ته لیږدول شوي وو، خو سره لدې چې هغه په کلکه ساتل کیدل، غل یا غله پدې بریالي شوي دي چې سره زر وباسي او پرځای یې اوسپنه په صندقونو کې ځای پرځای کړی.
څرنګه چې په نړیوال بازارکې د جعلي سرو زرو په اړه ګنګوسې خپارې شوې دي، نو دغې پيښې خلک انديښمن کړيدی. دیولړ هیوادونو لخوا د بریتانیا او روسیې د فډرالي جمهوریت په زیرمو کې د سرو زرو د ذخیرو دپلټنو غوښتې او هیلې،د پانګه اچوونکو په منځ کې، ددغوګنګوسو په اړه چې ګواکې په نړیواله کچه د سرو زرو د کمښت له کبله دسرو زرو داسې ښختې کارول کیږي چې په اصل کې تنگستن وي خو دسرو زرو پوښ ورکړل شوی وي، اندیښنه لا هم زیاته کړیده.
دیادوونې وړ ده چې، په نړۍ کې د سرو زرو  په صادراتو کې چین او هندوستان لومړي ځای لري.