توره تیاره ده مګر زه یې په سهر لټوم- غزل

توره تیاره ده مګر زه یې په سهر لټوم
سر ته مې ایښی دی په خوب کې خپل څادر لټوم

خدایه کیدای شي که له مانه هم بې وسه وي څوک ?
روټۍ مې لاس کې ده، بازار کې څوک نهر لټوم

ستا محبت راته دریمه دنیا هم را ښایي
د ورځې ستوري لټومه د شپې لمر لټوم

زه به تر څو پورې ښيښې ته اودریدلی یمه?
زه به تر څو پورې په سترګو کې نظر لټوم?

تا چې پرې زه ويشتم هغه کاڼي فايده راکوي
زړه چې مې تنګ شي نو په خپل وجود کې غر لټوم

د خيال اسمان ته ورخطمه ګورځيدلى يمه
باقره ځکه خو په ځمکه خپل وزر لټوم
شاه نواز باقر