نور: دعبدالله عبدالله د ټیم ټول شرطونه پرځای شوي



د افغانستان د انتخاباتوخپلواک کمیسیون ټینګارکوي چې؛ د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم ټولوغوښتنوته یې ځواب ویلی او له انتخاباتي پروسې سره د عبدالله عبدالله د یوځای کیدوهیڅ پلمه نه ده پاتې.
دازادۍ راډیو د خبر له مخې ،د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې؛ دوی هغه شرایط برابرکړي چې له امله یې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د انتخاباتوله خپلواک کمیسیون سره خپلې اړیکې ځنډولې وې.
د ښاغلي نور په خبره د انتخاباتوخپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله ته په دې اړه په یوه لیک کې بشپړ معلومات وړاندې کړي:
"د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له نظره د عبدالله عبدالله درې واړه شرطونه پرځای شوي او په دې اړه ورته په لیکلي ډول بشپړ معلومات ورکړل شوي.
ډیر ژر به دا موضوع مستند او وړاندې شي."
نورمحمد نورڅرګنده کړه چې. د انتخاباتود خپلواک کمیسیون دهغو کارکوونکو په اړه یې هم د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم ته لازم معلومات ورکړي چې؛ په تورلست کې شامل شوي دي.
ښاغلی نور وایي، کله چې عبدالله عبدالله د انتخاباتو له پروسې سره بیا یوځای شي؛ نو د هغو پنځو ولایتونو د رایو د بیا شمیرنې طرزالعمل به ورسره شریک کړای شي؛ چې ده یې د بیا شمیرلو غوښتنه کړې وه.
د جمهوري ریاست یوه کاندید عبدالله عبدالله په دویم دور انتخاباتوکې د درغلیو په اعتراض له انتخاباتي کمیسیونونو سره خپلې اړیکې وځنډولې او ویې ویل، ترڅو چې غوښتنې یې ونه منل شي؛ نو پریکون به یې همداسې دوام ولري.
په عین حال کې د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي ټیم غړی فاضل سانچارکي وایي؛ چې تراوسه دوی ته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون لخوا قانع کوونکی ځواب نه دی وړاندې شوی:
"موږ تراوسه هیڅ ډول روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی؛ په انتخاباتو کې د ګډونوالو په اړه یو مکتوب راغلی و؛ چې هغه هم ډير مبهم و. په دې مکتوب کې زموږ د پوښتنې په اړه لازم وضاحت نه و موجود.
په ډیرو نورو مواردوکې هم هغوی موږ ته کوم واضع ځواب او معلومات نه دي وړاندې کړي."
د سیاسي چارو څیړونکي وایي چې انتخاباتي کمیسیونونه باید خپل کارونه په شفاف اوعادلانه ډول ترسره او د کاندیدانو ټولو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړي.
د دوی په خبره د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان هم باید خپل اعتراضونه او غوښتنې د انتخاباتو د قانون په چوکاټ کې مطرح او داسې عمل ونه کړي چې؛ د انتخاباتو ملي او ډیموکراټیکه پروسه له بحران سره مخامخ کړي.