غزل- پرې یې نښوم



ماویل لاړ به شم ترې لیرې، پرې یې نه ښوم
بس پریږدم تیرې خبرې ،پرې یې نه ښوم

غم مې سیزي، لوګی خیژي، لمبه نشته
کړم به مړ دا اور د سرې ، پرې یې نه ښوم

چې هرڅو ترې لیرې ځم، ورنژدې کیږم
په ما ویلې یې منترې ، پرې یې نه ښوم

چې ورشاکړم راپسې ، ورمخ کړم تښتي
لکه سیوری زورورې، پرې یې نه ښوم 

ویل مې زه به یم، وړیا دیدن د ښکلو
په ټیکه به کړم ګودرې، پرې یې نه ښوم

دمیوې خوند مې څاکه ، اغزی مې نه لید
څیرې،څیرې کړم ګورګورې، پرې یې نه ښوم

(منتظر) ویلې،زاهد تندی پرې تریو کړ
ستا دعشق مینې سندرې، پرې یې نه ښوم
جلا ل اباد
23/12/2013