ملګري ملتونه د افغانستان د انتخاباتو په مرڼه کې منځګړتوب ته تیار دي

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر سر د ناندریو په حل کولو کې منځګړتوب ته تیار دي.
ملګروملتو وروسته له دې دا خبره وکړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ وویل چې د ملګروملتو له چارواکو سره یې لیدلي او د ولسمشرۍ د انتخاباتو له یوه کاندید عبدالله عبدالله سره یې په انتخاباتو کې د درغلیو د تور په اړه خبرې کړي دي.
کرزي وویل، دواړه کاندیدان باید له دوو لارو یوه غوره کړي چې د ملګروملتو منځګړتوب مني او که د ده د دوو مرستیالانو ترڅارنې لاندې خبرې کوي.
په افغانستان کې د ملګروملتو ویندوی وویل چې دوی په دې برخه کې نور تفصیل ته انتظار دي.
تر دې مخکې په کابل کې د ملګروملتو ویندوی د انتخاباتو له کمیسیون سره د همکاریو د ځنډولو په باب د عبدالله عبدالله پر پرېکړې حیرانتیا ښودلې وه.
عبدالله عبدالله ویلي چې د جوزا د څلرویشتمې نېټې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو د انتخاباتو نتیجې ورته د منلو نه دي. ده ادعا کړې چې په انتخاباتو کې درغلي شوې او د انتخاباتو کمیسیون د ده غوښتنې نه دي منلي ځکه له کمیسیونه خپل څارونکي وربولي او له کمیسیونونو څخه غواړي چې د رای شمېرلو بهیر ودروي.
ویل کېږي چې په دوهم ځلي انتخاباتو کې اشرف غني احمدزي تر خپل سیال عبدالله عبدالله شاوخوا ۱۴ لکه زیاتې رایې ګټلي دي.
عبدالله عبدالله ویلي چې د انتخاباتو په لړ کې د شویو درغلیو په اړه دې ملګري ملتونه څېړنه وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي چې انتخاباتي درغلۍ یوازې د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون څېړلی شي.
ملګرو ملتو، د اروپايي اتحادیې څارونکو، امریکا او ځینو نورو لوېدیځو هیوادونو د افغانستان دوهم ځلي انتخابات په نسبي ډول شفاف او مناسب بللي دي.