غزل - ستا دبنګړو شور شو، ما ویل تندر له اسمان پریوت



ستا دبنګړو شور شو، ما ویل تندر له اسمان پریوت
هوش مې له سر وترهیده ، زړه مې په میدان پریوت

ستاد ښکلیو سترګو، ستاد سپین مخ د لیدو ارمان
څاڅکی شود اوښکو، و رغښت کښته په ګریوان پریوت

ځئ چې ور ښکاره کړو دیتیم سپیره او سوړ نغری
لږ که د غټ خیټیو پر اوږو بار د وجدان پریوت

دا څه بدمرغي ده چې زموږ پر کلي ، چم راغله
ځان پورې شو تنګ ملنګ، خانۍ نه مو هم خان پریوت

ګل وو (منتظر)،  ځکه اغزی د رقیب  سترګو کې
مړاوې کړ خزان لاړ، له  اوربل نه د جانان پریوت


جلال اباد
03/12/2013