نری نری باران


بیا نری نری باران شو، ته را یاد شوې
ستا ترڅنګ وخت مې ارمان شو، ته را یاد شوې

دواړه پټ به شوو،خوندي د ونې لاندې
ګرد،غبار به مو امان شو ، ته رایاد شوې

ګوندې راز او نیاز زموږ دمینې واوري
ښکته، ټیټ به  را اسمان شو، ته رایاد شوې

لکه پاڼې اوس دګل یو ریژیدلي
دحالاتو جوړ توپان شو، ته رایاد شوې

څاڅکې،څاڅکي چې دګل پر مخ پریوزي
ستاانځورترې را عیان شو، ته را یاد شوې

(منتظره ) زړه دې ټول پرهر، پرهر دی
ترینه جوړ افغانستان شو، ته رایاد شوې
06/11/2013
جلال اباد