دښځیناو لپاره د پردې اړتیا نشته : سعودي مبلغ



ریاض: په ټویټر کې دسعود عرب د یو مبلغ شیخ سلیمان الطریفي له یوې لیکنې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې  توده بحثونه روان دي.
نوموړی په ټویټر کې پخپله لیکنه کې ویلي دی چې  مسلمانو ښځو ته دخپلې څیرې د پټولو لپاره د پردې اړتیا نشته. نوموړی داهم ویلي دي چې: خو که کومه میرمن غواړي پرده واغوندي ، د ورته کار اجازت لري.
د العربیه ټکی نیټ د راپور له مخې ، شیخ سلیمان الطریفي چې دعرببستان د اسلامي چارو دوزارت یو غړی دی  وايي چې دده دغه خبره د اسلام دستر پیغمبر (ص ) د تعلیماتو  پر بنسټ ولاړه ده .
په ټویټر کې د نوموړي پر دغه لیکنه  توده بحثونه شویدي او ځینو ناقدینو پرې کلکې نیوکې کړیدي، خو ځینو بیا دنوموړي د لیکنې پلوي هم کړیده .
العربیه ټکی نیټ دیوه تبصره کونکي له خولې لیکي چې: دڅیرې پټول او پرده د ټولنیزو روایاتو برخه ده نه دې مذهب.
یو بل تبصره لیکونکی لیکي چې « سره لدې چې ښځو ته د پردې نه کولو اجازت شته، خو زموږ په ټولنه کې به هغه څوک ونه مني . او ما د بې پردې ښځیناو په وړاندې د خلکو له خولې ډیر ناوړه الفاظ اوریدلي دي.
په یاد دې وي چې په عربستان کې په ټولیزه توګه ښځینه پردې اچوي خو خال خال بې پردې ښځیناوې هم تر سترګو کیږي.