د بدلون او دوام پلوي سوداګرو له وزیرستاني کډوالو سره مرسته وکړه



د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام پلوي سوداګرو په خوست کې د کډوالو په ګلان کمپ کې پر پنځه سوه وزیرستاني کډوالو د پنځوس زره ډالرو په ارزښت خیمې، خوراکي مواد او نور ضروري شیان ووېشل.
دتاند ویبپاڼې د خبر له مخې ،سوداګرو د افغانستان له نورو شتمنو خلکو هم هیله وکړه چې د روژې میاشتې په دې شپو ورځو کې د وزیرستان او قبایلي سیمو له کډوالو سره تر خپله وسه مرسته وکړي.
د بدلون او دوام ټیم یو شمېر سوداګرو په درو لاریو کې خوراکي مواد او نور ضروري شیان له ګربزو څخه په ګلان کمپ کې دېره کډوالو ته ورسول.
 د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم له ټولو افغانانو وغوښتلي چې له خپلو وزیرستاني مېلمنو سره تر خپله وسه مرسته وکړٍي. کرزي د خوست او ننګرهار خلک وستایل چې خپله ډوډۍ یې له کډوالو سره نیمه کړې ده.
د ننګرهار سوداګر حبیب حسام، چې د مرستو تنظیم او ویش لپاره له نورو سوداګرو سره یو ځای ګلان کمپ ته تللی و، وویل چې د دوی په مرستو کې خیمې، کولر، غوړي، وریجې، اوړه، د ګاز ډبې او د سولرو تختې شاملې دي چې پر پنځه سوه کورنیو يې ووېشلې.
د حبیب حسام په وینا دا مرستې د تحول اوتداوم ټیم د منځنۍ کچې د سوداګرو له خوا برابرې شوي دي.
یوه بل سوداګر احمدشاه له شتمنو افغانانو څخه هیله وکړه چې له وزیرستاني کډوالو سره مرسته ونه سپموي.
د میرانشاه د سیمې یوه ځوان کډوال له خوستوالو د مرستو په خاطر مننه وکړه او هیله یې وکړه چې په کلان کمپ کې دې دوی ته د تشناب او اوبو غم وخوړل شي.
په ګلان کمپ کې یوه سپینږیری حسن منیر له نورو سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې د حبیب حسام په شان له وزیرستاني کډوالو سره په دې ستونزمن حالت کې مرستې وکړي.
یوه کډوال ځوان وویل، هر کله چې د پولي دېخوا راتلل، نو خلکو په لارو کې ورته سړې اوبه او د خوږو اوبو شربت ورکول، او دلته هم داسې احساس نه کوي، چې کوم پردي ځای ته راغلي دي.