غزل- سعود بنګش

پستې پستې سندرې د بلبلو خلکو کاردی
دا چرته د واعظ غوندی ناولو خلکو کاردی

سپرلی دی سره ګلونه او دی وخت کې خلوتونه؟
دی وخت کې دغه کار د خدای وهلو خلکو کاردی

منم چې مسلمان سره الفت مسلماني ده
انسان سره الفت هم د سپيڅلو خلکو کاردی

د تا په تباهۍ کې اې زما ساده پښتونه
اغیارو نا ډیر زیات خدایږو د خپلو خلکو کاردی

افغان په ننګ د تورې تړل کار د قاتل نه دې
دا کار خو د خوشال غوندی ښاغلو خلکو کاردی

تا زرکو زرکو سترګو او خالونو سره مينه
جانانه! دا سعود غوندی د ښکلو خلکو کاردی
 
سعود بنګښ