نن د ولسمشری لپاره د کاندید عبدالله عبدالله پر موټر برید وشو


د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین غړي وايي چې چاودنه په یوه بل موټر کې د چاودېدونکو موادو په اثر شوې ده.عبدالله له پېښې څو شېېبې وروسته تلویزیونونو ته وویل چې ده ته زیان نه دی اوښتی خو موټر یې کاملاً ویجاړ شوی دی.

ده دا هم وویل چې څو ساتونکي یې ژوبل شوي دي. عبدالله عبدالله ویلي چې یوه نه بلکې دوې چاودنې شوي او دواړه د ماین چاودنې وې. ده دا خبره رد کړه چې ګنې دا ځانمرګی برید و.

عبدالله غوښتل چې د میرویس میدان له اریانا هوټله کانتینیتل هوټل ته لاړ شي او په یوه بله انتخاباتي غونډه کې ګډون وکړي.
ځینې سیاسي کارپوهان بیا په دې نظردی چې شاید دغه برید دسیاسی موخو لپاره ، مهندسی شوی برید وي ، ترڅو په راتلونکو انتخاباتو کې  ترې ګټه پورته کړی شي. دوی وايي چې ددې پیښې پلټنې باید وشي او عاملین یې باید جوت او ولس ته ور وپيژندل شي.
داهم دیادوونې وړ ده چې تر اوسه  ددغه برید   مسولیت چا پر غاړه ندی اخیستی .