توره تیاره

توره تياره کې ميشت یم
دپه، تربته تياره
هرخواخورې دي دتورتم لښکرې
هررنګ یې وخوړبس يوتورپاتې دی
لکه تورديوډيوې ،څراغونه وژني
نه ترې رڼانه ترينه نورپاتې د ی
هم موټول غولی هم کوڅه تياره ده
څه عجيبه غوندې سپيره تياره ده
زموږپرکلي یې ولکه کړيده
زموږدښکيلاک يې اراده کړيده
زه مې خپل زړه ورښیيم
چې پرهارژلی دی ټول
دوينودارې ترې ځي
ټپي ويشتلی دی ټول
دريغه څوک نه یې ويني  
سترګې ړندې دټولو
تورې تيارې پرې غلبه کړيده
غږمې هم نه اوري څوک
نه مې نارې نه سورې
نه مې فرياد،نه سلګۍ
څه عجيبه تیاره
غوږونه هم کڼوي
هرڅوک کاڼه ،ړانده دي
هرڅه تیاره تياره دي
څیرمه  مې خواته څراغونه وینم
بلې ډيوې وينمه
خونه پوهيږم ولې
ددوی رڼاروښانه سپينه نده
دغه تياره رڼاکولې نشي
تورې تيارې کې لالهاندولره 
لاردمنزل روښانولی نشي
څه عجيبه ډيوې دي !؟
هغلته ليرې څه ځلاوینمه
په پورې کلي کې ډيوې بلیږي
لارې کوڅې روښانه کړې يې دي
هم پکې تورهم پکې سپين ښکاريږي
خويې ترموږپورې رڼانه رسي
څه عجيبه ځلاده !
زموږډيوې هغوی ته ورته ندي
رڼاپه نوم باندې  تورتم  خوروي
لکه ښاماردي خوري دنوربڅري
خپل توروزرپه کلي چم خوروي
په هره لارلکه ديوال ولاړې
موږته رڼا،روښنايي نه راپريږدي
څه عجيبه ډيوې دي !؟
زماهم ډيوا په لاس کې
غواړم تورتم کې يرغملولره
تورې تيارې له غيږې
دوتولاررڼاکړم
ورسره مرسته وکړم
ورته منزل پيداکړم
خو!
افسوس ددوی تيارې نيولې سترګې
 زمادلاس دڅراغ رڼانه ويني
ذهن،شعور،سوچ تياره کړي یې دي
هم خوخپل ځان اوهم دنيانه ويني
زه يم روان دوتوهڅه کوم
لاره خووينم خومنزل مې ورک دی
ګامونه اخلم ګړندي اومظبوط
لاکن دلارې رانه مل مې ورک دی
چې یې منزل په لوري لارراښوده
دپلارنيکه دپښو،غه پل مې ورک دی
ترګړنګوپورې ایستلم به یې
هغه غښتلی هوډ،تکل مې ورک دی
هرخواتيارې نيولې
کورهم کوڅې نيولې
څه عجيبه تياره ده  
خداېږوملګروڅه کول پکاردي
ځان ومنزل ته رسول پکاردي
دغه ناولې اوخيرنه تیاره
له کوراوکلي نه شړل پکاردي
داکرغيړنې  داسپيرې کټوې
چې یې مقام دی دډيوو نيولی
ليرې ګوښه کې غورځول پکاردي
منزل دې لیرې موږډیرشاته پاتې
غښتلی ګام،کلک هوډ،تکل پکاردي
سرپه ورغوي کې ورځوبه  وړاندې 
دتورښارسر،پښې تړل په کاردي
راځی ملګروچې چاره يې وکړو
لاس دتدبیرپورته اوچت وراوږدکړو
سپین ،رڼه ستوري له اسمانه  راوړو
ترې څراغونه اوډيوې جوړې کړو
ښايست،ښکلابه دجانانه راوړو
هم به پرې کوراوهم کوڅه رڼاکړو
توربه هم وينو،هم به سپين پيداکړو
لکه دپورې کلي
هسې ډيوې بلې کړو
نوردپردوډيووعسرې به نکړو
توروتيارو کې ورځې ،شپې به نکړو
هم به مولاره هم  منزل پیداشي
که موپه زړونوکې تکل پيداشي
(منتظر)ګام پورته  په دغه هوډدی
خوکاش دلارې یې څوک مل پيداشي

۱۹ /۳/ ۲۰۱۰
پېښور