دافغانستان دانتخاباتو کمیسیون د انتخاباتو لومړنۍ قسمي پایلو اعلان وځنډاوه




د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو د ځینو برخو اعلان وځنډاوه.
د رپوټ له مخې د افغانستان دانتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي د انتخاباتو لومړنۍ قسمي پایلې یې د ډاکټرعبدالله عبدالله، ملګرو ملتونو او د حکومت ترمنځ د خبرو له امله ځنډولې دي.
د دغه کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی چمتو دي چې د ښاغلي عبدالله او د هغه د انتخاباتي ټیم اندیښنې وڅیړي.
ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې تر اوسه یې له ملګرو ملتونو سره د ښاغلي عبدالله د غوښتنو په اړه خبرې نه دي کړي خو په انتخاباتي بهیر کې د ناظر په ډول د ملګرو ملتونو د مرستې هرکلی کوي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د استازي مرستیال نیکولاس هیسوم وایي افغانان خپله کولای شي چې انتخاباتي ستونزې هوارې کړي خو په خبره یې که چیرې دغه ستونزې بیا هم هوارې نه شي چمتو دي چې له داوړو نوماندانو او د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره خبرې وکړي.
نوموړي د ښاغلي عبدالله د هغې غوښتنې په ځواب کې چې وايي د انتخاباتو د کمېسیون د دارالانشا د مشر دنده دې وځنډول شي وویل د انتخاباتو کمېسیون غړي د یوه یا بل نوماند په غوښتنه نه شي لرې کیدای.
ښاغلي هیسوم خبریالانو ته وویل ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانان تر مشرۍ لاندې د انتخاباتو له بهیر سره مرسته وکړي.
ملګرو ملتونو په انتخاباتو کې د اوو میلیونو خلکو ګډون هم تایید کړ او زیاته یې کړه چې دغه شمېر له نوماندانو سره هم ثبت شوی دی.