د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ۴۰ هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې




د افغانستان د نوي ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د نړۍ د ۴۰ هیوادونو ولسمشران او صدراعظمان بلل شوي دي.
دتاند ویبپاڼې په وینا، د افغانستان د بهرنیو چاروو وزارت ویندوی شکېب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اسد یا زمري په یوولسمه، چې د لوی اختر له پنځمې سره برابرېږي، د افغانستان نوی ولسمشر لوړه کوي او په دې مراسمو کې د ګډون لپاره د ۴۰ هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې ده.
د جوزا د ۲۴ مې نېټې د دویم پړاو انتخاباتو په پایله کې اشرف غني احمدزي تر خپل سیال زیاتې رایې ګټلي خو عبدالله عبدالله حاضر نه دی چې د انتخاباتو پایلې ومني.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د انتخاباتي ستونزو د حل کولو لپاره د بهرنیو هیوادونو د رول هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کېې د دوستو هیوادونو هلې ځلې د ستاینې وړ دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د عبدالله عبدالله ټولو شکونو او پوښتنو ته ځواب وايي خو عبدالله د وخت په تېرېدو خپل شرطونه زیات کړي او سخت کړي دي او داسي نه ښکاري چې کومه حل لار ومني.
د عبدالله سیال انتخاباتي ټیم وايي چې ښاغلی عبدالله نه انتخاباتي کمیسیونونه مني، نه د ملګروملتو منځکړتوب ته تیار دی او نه د هیواد عدلي او قضايي اورګانونه مني.