د اشرف غني احمدزي
انتخاباتي ټیم وایي، چې د ښاغلي احمدزي او یونس قانوني ترمنځ لیدو کتو کې په ټولو
انتخاباتي مسائلو خبرې وشوې؛ خو داسې کومه پریکړه ونه شوه، چې د انتخاباتو اصل ته
زیان واړوي.
د تحول او تداوم
انتخاباتي ټيم وایي، په دې ملاقات کې اشرف غني احمدزي د انتخاباتو په اړه خپل دریځ
څرګند کړ او غوښتنه یې وکړه چې. ابتدایي او نهایي نتایج باید له ټاکلې مودې سره سم
اعلان شي.
دازادۍ راډیو دخبرله مخې ، د دې ټیم یوه ویاند
عباس نویان د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې د جمهوري ریاست لومړي
مرستیال محمد یونس قانوني دوی ته ځينې سپارښتنې هم درلودې:
"په دې ملاقات کې په انتخاباتي مسایلو
خبرې وشوې؛ د جمهوري ریاست لومړي مرستیال یونس قانوني د شفافیت په درامنځ ته کولو
اوتحمل او زغم خبرې وکړې؛ دا هغه څه دي، چې زموږ د ټیم له خوا له مخکې نه مراعات
شوي؛ خو داسې څه ونه ویل شول، چې د انتخاباتو له اصل سره په مخالفت کې وي."
د یونس قانوني او اشرف
غني احمدزي تر منځ مخامخ خبرې په داسې حال کې شوي؛ چې د اشرف غني احمدزي سیال
عبدالله عبدالله د انتخاباتو له کمیسیون سره اړیکې ځنډولي دي.
ښاغلی عبدالله وایي، د
انتخاباتو کمیسیون یې غوښتنو ته منفي ځواب ورکړی او له همدې امله د کمیسیون پریکړې
ورته د منلو وړ نه دي.
خو د انتخاباتو د
خپلواک کمیسیون چارواکي بیا وایي؛ چې د عبدالله عبدالله ټولو غوښتنو ته یې ځواب
ورکړی او هیڅ داسې پلمه نه ده پاته؛ چې نوموړی بیرته له دې کمیسیون سره اړیکې
ټينګې نه کړي.
د اصلاحاتو او همپالنې
د ټیم دې دریځ او وروستیو مظاهرو خلک هم اندیښمن کړي؛ خو د افغانستان د ملي امنیت
شورا مشر رنګین دادفر سپنتا وایي؛ چې دواړه کاندیدان باید د تفاهم له لارې موجودې
ستونزې هوارې کړي.
ښاغلي سپنتا د دوشنبې
په ورځ د یوه خبري کانفرانس پر مهال د ازادي راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې
اړه داسې وویل:
"زما هیله او غوښتنه له دواړو
کاندیدانو نه دا ده؛ چې د افغانستان ثبات، امنیت او ملي ګټو ته په کتو، یوه مشترک
تصمیم ته د خبرو میز ته را ټول شي او یوه حل لاره پیدا کړي؛ دا یوه سیاسي حل لاره
ده."
ډاکټرسپنتا وویل، چې د
قانون له مخې حکومت د انتخاباتي کمیسیونونو په چارو کې لاسوهنه نه شي کولای؛ خو
زیاته یې کړه، چې د حکومت مسوولیت دا دی، چې د کمکي اختر په پنځه به واک نوي
ولسمشر ته سپاري.
په همدې حال کې د
انتخاباتو یوشمیر څارونکي هم وایي، چې دواړه کاندیدان باید د خلکو رایو ته احترام
وکړي او داسې پریکړه ونه کړي؛ چې هیواد د بحران خواته بوځي.