د افغانستان د ولسمشرۍ
دواړو کاندیدانو او ملګرو ملتو موافقه وکړه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د دوهم پړاو
د ټولو رایو په سلو کې ۴۳
دې له سره وشمېرل شي.
د ارګ له یوې خبرپاڼې
سره سم د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش نن ماښام د دې موافقې په اړه په یوه
غونډه کې، چې د ولسمشر دواړو مرستیالانو، د سترې محکمې رييس، د انتخاباتي
کمیسیونونو رييسانو او استازو پکې ګډون درلود، ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل.
دتاند ویب پاڼې دخبر له
مخې ،ښاغلي یان کوبیش وویل چې د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره یې خبرې کړي او د
یوناما له وړاندیز سره دواړو کاندیدانو موافقه کړې ده.
د افغانستان لپاره د
ملګروملتو د مرستندوی دفتر په وړاندیز کې ویل شوي چې د څه باندې ۸ زره محلونو (رایبکسونو) رایې دې
تفتیش شي.
دا د ټولو رایو په سلو
کې ۴۳ یا ۳ ملیونه او ۵ لکه کېږي. د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو
کې شاوخوا ۸ ملیونه رایې اچول
شوي دي.
د سرمنشي حاص استازي
یان کوبیش غونډې ته وویل چې دا په حقیقت کې د عبدالله عبدالله وړاندیز و چې د ده
سیال ډاکتر اشرف غني احمدزي ورسره هیڅ راز مخالفت نه درلود.
ده وویل چې د دواړو
کاندیدانو ترمنځ د ستونزې په حل کولو کې ملګروملتو منځګړتوب کړی او یوناما غواړي
چې سبا /جمعه/ دا وړاندیز، چې دواړه کاندیدان پرې سلا دي، دواړو انتخاباتي
کمیسیونونو او کاندیدانو ته په رسمي ډول وړاندې کړي.