د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ډله وايي:''د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون رڼې پرېکړې منو''



د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ډله وايي د افغانستان د انتخاباتو کمېسيون هغه پرېکړې مني چې په شفافيت ولاړې وي او پاکې رايې په کې له ناپاکو رايو بېلې کړي.
د همپالنې ډله وايي په دې شرط د کمېسيون پرېکړو ته غاړه ږدي، چې د ملګرو ملتونو څارونکي او انتخاباتو ته د ولاړو دواړو انتخاباتي ډلو استازي هم شامل وي او انتخاباتو بهير څاري.
دبي بي سي د راپور له مخې ،د اصلاحاتو ډله دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې يې ويلي ول چې انتخاباتو کمېسيونونه او د هغوی پرېکړې ورته د منلو نه دي.
د دغې ډلې يوه غړي نصرالله بريالي ارسلايي په يوه خبري کنفرانس کې وويل زموږ هڅې د دې لپاره نه دي چې يوازې زموږ په ګټه کار وشي، بلکې هدف دا دی چې د انتخاباتو پايلې شفافې وې.
ښاغلي ارسلايي له ملګرو ملتو وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او خوشبيني يې څرګنده کړه چې سيال ټيم يې هم غوښتنه منلې ده.
ده وويل د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ډلې چې په انتخاباتو کې يې د دوی سيالي کوله هم ژمنه ورسره کړې، چې د شفافيت په برخه کې هر ډول مرستې چمتو دي.
ده ادعا وکړه چې په دويم پړاو انتخاباتو کې د درغليو کچه لوړه وه او په ځينو سيمو کې د رايې ورکولو شمېر د سيمې له نفوس سره سر نه خوري.
نصرالله بريالي ارسلايي هغه ګنګوسي رد کړل چې ګواکې د دوی ډله د پيسو ترلاسه کولو او يا هم په واک کې د شريکېدو د امتياز په لټه کې ده.
ښاغلي ارسلايي په ټينګه وويل چې په راتلونکې کې به هم د )څوکيو پر سر معامله او مذاکره( و نه کړي.
ده وويل انتخاباتي ډلې يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون نه غوښتي و، چې د انتخاباتو لومړنۍ پايلو اعلان وځنډوي او په خبره يې د دوی يوه غوښتنه ومنل شوه.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي دغه ځنډ ځکه رامنځته شو، چې نژدې د ۲۰۰۰ محلونو رايې بيا شمېرل کېږي.